ښاغلي محمد یونس مهمند، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړی مرستیال، د پاکستان سفر پر مهال له ښاغلي سردار احمد خان شکیب، د افغانستان له سفیر سره ولیدل او د ترانزیتي اسانتیاوو د رامنځته کولو لپاره د مناسبو حل لارو پر سر یې خبرې وکړې.
ښاغلي مهمند، د ګاونډي هېواد له خوا د لارو بندښت د دواړو هېوادونو سوداګرو ته لوی اقتصادي زیان وباله او ښاغلي شکیب ته یې د افغانستان او پاکستان د تېرو دریو کلونو د سوداګرۍ احصائیې وړاندې کړې. نوموړي د ویزو ورکړې، د سوداګریزو اړیکو پراخوالي او د ترانزیتي ستونزو د حل لپاره له افغان سفیر څخه د لا ډېرو هڅو غوښتنه وکړه.
ښاغلي مهمند د پاکستاني سوداګرو او عامو خلکو ته د ویزې د اسانتیاوو برابرولو له امله د افغانستان له سفیر څخه مننه وکړه. نوموړي د سوداګرۍ کمښت د ګاونډیو هېوادونو د منفي پالیسیو پایله وبلله.
ښاغلي شکیب د ښاغلي مهمند هرکلی وکړ او ډاډ یې ورکړ چې د پاکستاني سوداګرو لپاره به د ویزو د ورکړې بهیر چټک کړي او د ترانزیتي ستونزو د حل لپاره به هلې ځلې وکړي.