د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال، ښاغلي محمد یونس مهمند، د خپل کاري سفر په لړ کې د پاکستان د سوداګرۍ د فدراسیون له رئیس سره وکتل او د سوداګریزو اړیکو د پراخولو او د ترانزیټي ستونزو د حل په اړه یې بحث او نظرونه تبادله کړل.
ښاغلي مهمند د ترانزیټي اسانتیاوو پر رامنځته کولو ټینګار وکړ او له دولتونو څخه یې د سوداګرۍ د جلا کولو اړتیا یاده کړه. نوموړي د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ د کمښت لامل د هېوادونو منفي سیاستونه وبلل او د پاکستان د سوداګرۍ د فدراسیون له رئیس څخه یې وغوښتل چې د بندرونو د خلاصون لپاره د خپل حکومت سره عملي ګامونه واخلي.
ښاغلي مهمند د دواړو هېوادونو پر سوداګریزو مالونو د بندرونو بندیدل د سوداګرو لپاره لوی اقتصادي زیان وباله او دا ډول اقدامات یې د نړیوالې سوداګرۍ او ګاونډیتوب اصولو خلاف وبلل. هغه ټینګار وکړ چې افغانستان غواړي له ټولو ګاونډیو او نړیوالو هېوادونو سره خپلې اقتصادي او سوداګریزې اړیکې د ملي ګټو په پام کې نیولو سره پراخې کړي.
د سوداګرۍ اتاق لومړي مرستیال د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د هڅو یادونه وکړه چې د افغانستان ترانزیټ له ګاونډیو هېوادونو سره ونښلوي. نوموړي د اوسني فرصت یادونه وکړه او دا یې د دواړو هېوادونو د سوداګرو لپاره په بېلابېلو برخو، په ځانګړي ډول د انرژۍ تولید او د افغانستان د کانونو استخراج، کې د ګډو پانګونو لپاره یو ښه زمینه وبلله.
همداراز، ښاغلي مهمند د امام ابو حنیفه (رح) نندارتون په اړه د پاکستان د سوداګرۍ د فدراسیون رئیس ته معلومات ورکړل. دغه نندارتون هر کال د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق له خوا د پانګوالو د جلب، د پانګونې د فرصتونو د معرفي کولو او د تولیدي صنعت د ودې لپاره د کورنیو او بهرنیو شرکتونو په ګډون په کابل کې جوړیږي. نوموړي د پاکستان د سوداګرۍ د فدراسیون له رئیس څخه وغوښتل چې د پاکستان سوداګر دې نندارتون ته د ګډون او له افغان سوداګرو سره د بېلابېلو سکتورونو په ګډو پانګونو کې وهڅوي.
د پاکستان د سوداګرۍ د فدراسیون رئیس د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال راتګ ته ښه راغلاست ووایه. نوموړي ډاډ ورکړ چې د پاکستان له اړوندو دولتي ادارو سره په همغږۍ به د سوداګریزو مالونو پر مخ د بندرونو د خلاصون لپاره هڅه وکړي. هغه د بندرونو بندیدل د دواړو هېوادونو لپاره لوی اقتصادي زیان وباله.