د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، هرات ولایت ته د خپل کاری سفر په ترڅ کې په افغانستان کې د قزاقستان له سفیر ښاغلي ګزیزاکباسوف سره د سوداګریزو اړیکو د ښه والي، افغان سوداګرو لپاره د ویزي اسانتیاوي او د افغان- قزاق سوداګرو تر منځ ګډه پانګه اچونه په موخه ناسته ترسره کړل.
په دې غونډه کې، د ښاغلو قزاقي مېلمنو تر څنګ، د هرات ولایت مقام مشرتابه، د هرات د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوی، د ایران، ترکیې او ازبیکستان قونسلان، او د دغه ولایت یو شمېر سوداګر او پانګوال هم حاضر وو.
د هرات ولایت مقام مشرتابه، د اتاق د لومړي مرستیال او د قزاقستان د سفیر د راتګ هرکلی وکړ، هرات یې یو له لرغونو، صنعتي او د پراخو پانګونې فرصتونو لرونکو ولایتونو څخه وباله، او د قزاقستان ترانزیت یې د افغانستان د تجارتي توکو لپاره خوندي لار وبلله. هغه له ښاغلي گزیز اکباسوف څخه وغوښتل چې د خپل هېواد قونسلګري په هرات کې هم فعاله کړي.
ښاغلي مهمند، قزاقستان یو ښه دوست او له افغانستان سره د ګډ ترانزیت لرونکی هېواد وباله، او د عام المنفعه پروژو او د بېوزلو افغانانو لپاره د هغوی د بلاعوضو مرستو قدرداني یې وکړه. هغه د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ ارقامو په اړه خبرې وکړې او له ښاغلي گزیز اکباسوف څخه یې وغوښتل چې د سوداګریزو اړیکو د لا ښه والي لپاره هڅې زیاتې کړي.
محترم مهمند، هرات د افغانستان له کلیدي اقتصادي ولایتونو څخه یاد کړ، د دغه ولایت د مقام له مشرتابه یې د خصوصي سکتور سره د همکاریو له امله مننه وکړه، او ډاډ یې ورکړ چې د سوداګرۍ او پانګونې اتاق به سوداګر وهڅوي چې د هرات په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي.
د اتاق لومړي مرستیال، د افغان سوداګرو مهمې ستونزې یادې کړې، چې یوه یې د سیمې او نړۍ د هېوادونو له لوري د ویزې ورکولو اسانتیا نشتون دي. هغه له ټولو ګاونډیو هېوادونو وغوښتل چې د صادراتو د ودې په موخه، د افغانستان د کرنیزو توکو لپاره ترجیحي تعرفې رامنځته کړي.
ښاغلي صدیقي، د هرات د سوداګرۍ اتاق مرستیال، د افغان او قزاق سوداګرو ترمنځ د ګډو پانګونو پر اړتیا ټینګار وکړ، او د قزاقستان له سفیر څخه یې وغوښتل چې خپله قونسلګري په هرات کې فعاله کړي.
ښاغلي گزیز اکباسوف، د هرات د سوداګرۍ اتاق له مشرتابه د تود هرکلي او مېلمه پالنې له امله مننه وکړه، افغانستان یې د قزاقستان او د سویلي آسیا هېوادونو ترمنځ د نښلیدو پل وباله، او هرات یې د سیمې له سترو تجارتي ولایتونو څخه یاد کړ. هغه ډاډ ورکړ چې د سوداګریزو اسانتیاوو د برابرولو، او د افغان-قزاق سیاسي او اقتصادي اړیکو د لا ښه والي لپاره به هر اړخیزې هڅې وکړي.