د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال د حاجیه بي بي زرین تاج خوافي خیریه غیر انتفاعي ښوونځي د پرانستې په مراسمو کې ګډون وکړ

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړی مرستیال، ښاغلي محمد یونس مهمند، هرات ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې، پداسې حال کې چې ښاغلي فیض محمد خوافي، د خوافي ګروپ رئیس، په هرات کې د ایران قونسل، د هرات د ولایتي حکومت مسؤلینو، یو شمېر سوداګرو او د دغه ولایت ښوونکو شتون درلود، د حاجیه بي بي زرین تاج خوافي خیریه غیر انتفاعي مکتب د پرانستې په مراسمو کې ګډون وکړ.
ښاغلي مهمند، د پوهنې له ملاتړ او له بې‌بضاعته هیوادوالو، په ځانګړي ډول د زنده جان ولسوالۍ د وروستي پېښې له زیانمنو سره د خوافي ګروپ د مرستو له امله، قدرداني وکړه. نوموړي د مکاتبو رول د ټولنې لپاره د کادري کسانو په چمتو کولو، د علمي کچې لوړولو، او د خصوصي سکتور له غړو سره د پانګونې فرصتونو په پیژندلو کې مهم وباله.
ښاغلي مهمند، د حکومت د مشرتابه له وروستي فرمان څخه، چې د خصوصي سکتور د غړو لپاره د اسانتیاوو رامنځته کولو په موخه صادر شوی، خوښي څرګنده کړه. نوموړي، دا ډول اقدامات د سوداګرو د هڅونې لپاره مهم وبلل او له ټولو سوداګرو یې وغوښتل چې د ديني او عصري زده‌کړو د عامولو لپاره د پوهنې وزارت سره همکاري وکړي.
د اتاق لومړي مرستیال له هغو علمي کادرونو چې له هېواده بهر ژوند کوي غوښتنه وکړه چې بیرته هېواد ته راستانه شي او د خپلو تجربو له لارې د هېواد د اولادونو د تعلیم د کچې لوړولو لپاره د پوهنې وزارت سره همکاري وکړي. نوموړي په ټول هېواد کې د علمي مرکزونو جوړېدل د ټولنې اساسي اړتیا وبلله او ډاډ یې ورکړ، چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق به د سوداګرو لپاره د بېلابېلو سکتورونو په پانګونه کې لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.
د پوهنې محترم وزیر د ټلیفوني خبرو په ترڅ کې د خوافي ګروپ شرکت له مشر څخه د حاجي بي بي زرین تاج خوافی غیر انتفاعي خیریه ښوونځي د جوړولو له امله مننه وکړه او د هېواد له ټولو سوداګرو او پانګوالو یې وغوښتل چې د هېواد د بچیانو د زده کړې د کچې په لوړولو کې له پوهنې وزارت سره همکاري وکړي او دغه ډول خیریه ښوونځي جوړ کړي. نوموړي د هېواد د بچیانو د لا پیاوړتیا په برخه کې د یاد وزارت د هر اړخیزو هڅو ډاډ ورکړ.
 
 
 
 
 
 
یکشنبه، د کب ۵مه، ۱۴۰۳