د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي د عزیزي خیریه بنسټ د لویو پروژو په پرانیستې مراسمو کې ګډون وکړ

ښاغلي محمد یونس مهمند، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړی مرستیال، په داسې حال کې چې ښاغلي ملا عبدالغني برادر اخند، د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال، ښاغلي میرویس عزیزي، د عزیزي ګروپ رئیس، ښاغلي هدایت الله بدري، د کانونو او پټرولیم وزیر، محترم احمدالله نعماني، د ښار جوړولو او کور جوړونې وزیر، محترم نور جلال جلال، د عامې روغتیا وزیر، عبدالطیف منصور، د اوبو او برښنا وزیر، محترم ډاکټر عبدالواسع، د ریاست الوزراء د عمومي دفتر رئیس، محترم ابراهیم حکمت، د اقتصادي کمیسیون ارشد سلاکار، محترم احمدالله زاهد، د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین، محترم خانجان الکوزی، د افغان - پاک ګډې اتاق رئیس او د اتاق د مشرتابه پلاوي غړی، محترم سید پرویز سادات هوفیاني، د اتاق د مشرتابه پلاوي غړی، محترم حاجي محمد رفیع، د هېواد پیژندل سوۍ سوداګر، او د هېواد ګڼ شمېر نور سوداګر او پانګه وال هم حضور درلود، د عزیزي خیریه بنسټ د سترې پروژې د پرانیستلو په مراسمو کې چې د کابل کې په انټرکانټیننټال هوټل کې ترسره شول، ګډون وکړ.
 
ښاغلي ملا عبدالغني برادر اخند، په هیواد کې د خصوصي سکتور پانګونې وستایلې او له هغو افغان سوداګرو او پانګوالو یې هم وغوښتل چې له هېواده بهر مېشت دي، تر څو د شته فرصتونو څخه په استفادې، د افغانستان په بیلابیلو اقتصادي برخو کې پانګونه وکړي.
ښاغلي مهمند، د عزیزی خیریه بنسټ د عام المنفعه، خیریه او زیربنایي پروژو لکه روغتونونه، ښوونځي، انستیتیوتونه، طبي پوهنتونونه او د برېښنا د تولید پروژې یو غوره ګام وباله او زیاته یې کړه چې د خصوصي سکتور لخوا د داسې پروژو پلي کېدو سره، د خلکو اړتیاوې پوره کېږي، خلک به اړ نه وي چې د درملنې لپاره بهر ته لاړ شي او د خلکو لپاره د کار زمینه برابریږي.
د اتاق لومړي مرستیال د ټولو هغو سوداګرو او پانګوالو څخه مننه وکړه چې د زیربنایي او نورو برخو کې یې پانګونه کړې، او د افغانستان د صادراتو د وروستي زیاتوالي یادونه یې وکړه. نوموړي وویل چې افغانستان په ځینو برخو، په ځانګړي ډول د سیخ ګول او چرګانو غوښې تولید کې ځان بسیاینې ته رسیدلی او د داخلي تولیداتو د ملاتړ په برخه کې یې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د دوامداره ملاتړ ډاډ ورکړ.
ښاغلي مهمند، کوچني تشبثات د خلکو د اقتصاد د ودې لپاره ډېر مهم وبلل او له بانکونو یې وغوښتل چې د ګټې پرته پورونه ورکړي تر څو د هیواد کوچني تشبثات تقویه شي. نوموړي، د ګاونډیو او سیمه ییزو هیوادونو سره د افغانستان د سوداګریزو – اقتصادي اړیکو د ودې یادونه وکړه او هیله یې وښوده چې د لویو سړکونو د بیا رغونې او د سیمه ییزو پروژو د تطبیق سره به د هیواد اقتصادي وده نوره هم چټکه شي.
ښاغلي مهمند، د هېواد له ټولو سوداګرو، په ځانګړي ډول ښاغلي میرویس عزیزي څخه مننه او قدرداني وکړه، چې د طبیعي پېښو لکه د هرات او گیان زلزلې متضررینو سره یې مرسته کړې او یا هم د سالنګ او ننګرهار لویو لارو په بیارغونه کې یې برخه اخیستې ده.
ښاغلي میرویس عزیزی، د خپلو خبرو پر مهال وویل چې د هرات د زلزلې پر مهال یې ژمنه کړې وه چې د بیلابیلو خدماتي او زیربنایي برخو کې به ۱۰ میلیارده ډالر پانګونه وکړي، چې د دې پانګونې یوه برخه د ۴۰۰ بستریز د سرطاني ناروغیو د درملنې روغتون، د ۲۰۰ بستریز ولادي – نسایي روغتون، د ښوونځیو، د نرسنګ انستیتیوت، طبي پوهنتون او د ۲۰۰ میګاواټه تجارتي برېښنا د تولید پروژې پکې شامل دي.
 
 
 
پنجشنبه، د ۱۴۰۳ د کب ۲مه