ښاغلي محمد یونس مهمند، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال، له هندي سوداګرو او په نوي ډهلي کې مېشتو د افغانستان د وچوو مېوې صادروونکو سوداګرو سره له پرلهپسې لیدنو، د افغان-هند د سوداګرو سره د خبرو او د هغوی د ستونزو د اورېدو وروسته، د افغانستان د وچو مېوې د اتحادیې سرپرست، ښاغلي محمد طاهر، په حضور کې د افغانستان د سفارت له سرپرست سره ناسته ترسره کړه.
په دې ناسته کې، د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت له سرپرست، ښاغلي نورالدین عزیزي، او د بهرنیو چارو وزارت د قونسلي ریاست له رئیس سره هم تلیفوني اړیکه ونیول شوه او د افغان او هندي سوداګرو ستونزې ورسره شریکې شوې.
ښاغلي مهمند، د نوي ډهلي مېشتو افغان سوداګرو ستونزې له ښاغلي نورالدین عزیزي، د بهرنیو چارو وزارت د قونسلي رئیس، او د افغانستان د سفارت له سرپرست سره شریکې کړې او له هغوی یې د سوداګرو د ستونزو په حل کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
ښاغلي محمد طاهر، د ریاست الوزراء د اقتصادي کمېسیون، د بهرنیو چارو وزارت، د صنعت او سوداګرۍ وزارت او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق له همکاریو مننه وکړه او د افغان سوداګرو لپاره د بېرته راستنېدلو ویزو د اسانولو غوښتنه یې وکړه.
ښاغلي نورالدین عزیزي، ژمنه وکړه چې د سوداګرو د ستونزو په حل او د اسانتیاوو په برابرولو کې به هر اړخیزه همکاري وکړي، او د بهرنیو چارو وزارت د قونسلي رئیس هم د دې وزارت په استازیتوب خبرې وکړې او سوداګرو ته یې د همکارۍ ډاډ ورکړ.
همداراز، افغان سوداګرو د نوي ډهلي په ښار کې د افغانستان د یوې تړل شوې تعلیمي مؤسسې ستونزه د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق له لومړي مرستیال سره شریکه کړه. ښاغلي مهمند د یادې مؤسسې له پخواني ځایه لیدنه وکړه او دا موضوع یې له اړوندو افغان ادارو سره شریکه کړه، ترڅو په نوي ډهلي کې مېشت افغانان وکولای شي خپلو اولادونو ته د زدهکړو زمینې برابرې کړي.
پنجشنبه، د ۱۴۰۳ کال د کب ۲مه