ښاغلي محمد یونس مهمند، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال، هندوستان ته د سفر پر مهال د هندوستان د سوداګرۍ او صنعت فدراسیون د سویلي اسیا او افغانستان د څانګې له مرستیال، ښاغلي ګاتم ګوش سره وکتل او د سوداګرۍ د پراختیا، پانګونو او ګډو همکاریو په اړه یې بحث او نظرونه تبادله کړل.
ښاغلي مهمند، په افغانستان کې د پانګونې د ښه فرصتونو د توضیح ورکولو تر څنګ، په هېواد کې د سرتاسري امنیت تامین، د اداري فساد له منځه وړل او د کوکنارو د کښت درول د سوداګرۍ او ګډو پانګونو د پراختیا لپاره مهم وبلل. هغه د هندوستان د سوداګرۍ او صنعت د فدراسیون له مسؤولینو وغوښتل چې هندي سوداګر او پانګهوال وهڅوي، څو په افغانستان کې په بېلابېلو اقتصادي سکتورونو کې ګډې پانګونې وکړي.
ښاغلي مهمند، د امام ابوحنیفه (رح) کلني نندارتون ته اشاره وکړه او زیاته یې کړه چې په تېرو کلونو کې د بېلابېلو هېوادونو سوداګرو پکې پراخ ګډون کړی دی. هغه له ښاغلي ګاتم ګوش څخه غوښتنه وکړه چې د راتلونکي کال په نندارتون کې ګډون وکړي او هندي سوداګر هم وهڅوي چې په دغه نندارتون کې برخه واخلي.
ښاغلي ګاتم ګوش، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، یادونه وکړه چې هندي سوداګر او پانګهوال د افغانستان په کرنې، روغتیا، برېښنا تولید او کانونو استخراج برخو کې پانګونې ته لېواله دي. هغه ژمنه وکړه چې د راتلونکي کال په څلورم امام ابوحنیفه (رح) نندارتون کې به ګډون وکړي او هندي سوداګر به هم وهڅوي، ترڅو په دې نندارتون کې برخه واخلي.
پنجشنبه، د ۱۴۰۳ کال د کب ۲مه