د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال د افغان- هند سوداګرو شورا غړو او د وچو میوو سوداګرو ټولنې استازو سره په ډیلي کې ولیدل

ښاغلي محمد یونس مهمند، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال، د خپل سفر پر مهال په ډیلي کې د افغان-هند سوداګرو شورا له رئیس او غړو او همداراز د وچو میوو سوداګرو اتحادیې له رئیس او غړو سره وکتل او د سوداګرۍ او ګډو پانګونو د پراخوالي په اړه یې خبرې وکړې.
 
ښاغلي مهمند، د وچو میوو د سوداګرو د اتحادیې د غړو خبرې واورېدلې او د ویزې، صادراتو او ګمرکي ستونزو په برخه کې یې د هغوی اندېښنې وڅېړلې. نوموړي ژمنه وکړه چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه به د دوی ستونزې د افغانستان له اړوندو حکومتي مقاماتو، په ځانګړي ډول د بهرنیو چارو او صنعت او سوداګرۍ له وزارتونو سره شریکې کړي او د حل لپاره به اړین اقدامات وکړي.
د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال د افغان-هند سوداګرو شورا له غړو سره د لیدنې پر مهال په افغانستان کې د پانګونې فرصتونو په اړه معلومات ورکړل او هندي سوداګر یې وهڅول چې په بېلابېلو اقتصادي برخو کې ګډې پانګونې وکړي.
 
 
 
 
دوشنبه، د سلواغې ۲۹، ۱۴۰۳