د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال د هند د پراګمتي میدان نندارتون (ITF) له مسؤلینو سره لیدنه وکړه

ښاغلي محمد یونس مهمند، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال، هندوستان ته د خپل سفر په لړ کې، د پراګمتي میدان نندارتون (ITF) له مسؤلینو سره وکتل او د افغان سوداګرو د ګډون په اړه یې ورسره خبرې وکړې.
 
ښاغلي مهمند، د هند د پراګمتي میدان نندارتون (ITF) کې د افغان سوداګرو د ګډون په اړه، چې باید د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق تر چتر لاندې تنظیم شي، له مسؤلینو سره خبرې وکړې. هغه همداراز د یاد نندارتون په تېرو کلونو کې د افغانستان د محصولاتو د لاسته راوړنو یادونه وکړه.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال، د امام ابوحنیفه (رح) کلني نندارتون او په افغانستان کې د پانګونې فرصتونو په اړه د پراګمتي میدان نندارتون له مسؤلینو سره معلومات شریک کړل. همداراز، د ITF له رئیس او هندي سوداګرو یې غوښتنه وکړه چې د راتلونکي کال ندارتون کې ګډون وکړي.
 
 
 
سه‌شنبه، د سلواغې ۳۰مه ۱۴۰۳