د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال په هندوستان کې د افغانستان سفارت له سرپرست سره لیدنه ترسره کړه

ښاغلي محمد یونس مهمند، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال، تېره چهارشنبه هندوستان ته د خپل سفر پر مهال، په هندوستان کې د افغانستان سفارت له سرپرست ښاغلي ابراهیم خیل سره وکتل او د افغان سوداګرو د ستونزو په اړه یې بحث او نظرونه تبادله کړل.
 
ښاغلي مهمند، په هندوستان کې د افغان سوداګرو د ستونزو د حل په برخه کې د افغانستان سفارت د سرپرست د ښې همکارۍ له امله مننه وکړه، او د افغان سوداګرو او هلته مېشتو افغانانو د ځینو موجوده ستونزو په اړه یې خبرې وکړې. نوموړي له ښاغلي ابراهیم خیل څخه وغوښتل چې په دې برخه کې لا زیاته همکاري وکړي. هغه د افغانستان د سفارت له سرپرست څخه وغوښتل چې له افغان سوداګرو سره د ملاقات زمینه برابره کړي، ترڅو اتاق وکولی شي د دوی ستونزې د ریاست الوزراء، د صنعت او سوداګرۍ وزارت، د مالیې وزارت او د افغانستان د حکومت له نورو اړوندو ادارو سره شریکې کړي او د حل لپاره یې لازم اقدامات ترسره کړي.
ښاغلي ابراهیم خیل، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال د راتګ هرکلی وکړ، او په هندوستان کې د افغان سوداګرو د ستونزو د حل په برخه کې د افغانستان د سفارت له فعالیتونو او ترسره شویو اقداماتو په اړه معلومات ورکړل. نوموړي ښاغلي مهمند ته ډاډ ورکړ چې د افغان سوداګرو د ستونزو د رفع کولو لپاره به هر اړخیزه همکاري و کړي.
 
 
 
 
دوشنبه، د سلواغې ۲۹ مه، ۱۴۰۳