د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي او یو شمېر افغان سوداګرو له ایرانی سوداګرو سره ناسته ترسره کړه

ښاغلي ضیاءالدین اچکزی، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مشرتابه پلاوي غړی، د ایران اصفهان ښار ته د خپل سفر په ترڅ کې، چې یو شمېر مطرح افغان سوداګر یې ملتیا کوله، له یو شمېر ایرانی سوداګرو سره چې د بېلابېلو سکتورونو استازیتوب یې کاوه، وکتل او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډو پانګونو پر پراختیا یې ټینګار وکړ.
ښاغلي اچکزي، ایرانی سوداګرو ته د افغانستان د اوسنیو فرصتونو او د پانګونې په برخه کې د حکومت له لوري رامنځته شویو اسانتیاوو په اړه معلومات ورکړل او هغوی یې وهڅول، چې له افغان سوداګرو سره په بېلابېلو برخو، په ځانګړي ډول د لمریزې برېښنا تولید، د اصلاح شویو تخمونو تولید، د کرنې میکانیزه کول او د شنو خونو جوړول، کې ګډې پانګونې وکړي.
ایراني سوداګرو، ښاغلي اچکزي او ورسره مل پلاوي راتګ ته د ښه راغلاست ویلو تر څنګ، ډاډ ورکړ، چې چمتو دي له افغان سوداګرو سره د افغانستان په بېلابېلو اقتصادي سکتورونو کې ګډې پانګونې وکړي.
 
 
 
شنبه، د سلواغې ۲۷مه، ۱۴۰۳