د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي له ترانسپورتي شرکتونو استازو سره ناسته وکړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق، د ترانسپورتي شرکتونو د ستونزو د حل او د هغو موټر چلوونکو لپاره د موقتي اسنادو د ترلاسه کولو د مناسبو لارو موندلو په موخه، چې د افغان سوداګرو مالونه پاکستان ته انتقالوي، ناسته ترسره کړه.
 
یاده ناسته د اتاق د کنفرانسونو په تالار کې د ښاغلي محمد یونس مهمند، د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د لومړي مرستیال، ښاغلي شیرین آغا سخي، د اتاق د مشرتابه پلاوي د مالي رئیس، ښاغلي میر زمان پوپل، د عامل پلاوي د مالي او اداري مرستیال، ښاغلي نقیب الله صافي، د افغان-پاک ګډ اتاق اجرائیوي رئیس، ښاغلي میر افغان صافي، د ترانسپورت د شورا رئیس، او ګڼ شمېر سوداګرو او پانګوالو په حضور کې ترسره شوه.
په پیل کې، ښاغلي پوپل د ترانسپورت سکتور غړو ته ښه راغلاست ووایه او د دې ناستې اساسي هدف یې د پاکستان د حکومت د وروستي تصمیم په اړه د ترانسپورتي شرکتونو نظریات او وړاندیزونه راټولول وبلل. نوموړي وویل چې د پاکستان حکومت له موټر چلوونکو او کلینرانو څخه د پاسپورت او ویزې غوښتنه کړې، چې دې مسئلې د افغان سوداګرو ترانسپورتي فعالیتونه له ستونزو سره مخ کړي. هغه له ټولو ګډونوالو وغوښتل چې خپلې طرحې د ستونزو د حل لپاره له اتاق سره شریکې کړي.
ښاغلي مهمند، د ترانسپورت رول یې د ترانزیټ په وده، د سوداګرۍ او اقتصاد پیاوړتیا، د تجارتي توکو تبادله، د لګښتونو کمښت، د کاري فرصتونو ایجاد، د امنیت او سیمه‌ییزو همکاریو پیاوړتیا، د سیاسي اړیکو پراختیا، د ترانسپورتي پالیسیو همغږي، د زیربناوو او ټکنالوژۍ وده، د دوامداره پرمختګ ملاتړ، او د پولو اقتصادي وده کې مهم وباله. نوموړي له سوداګرو وغوښتل چې د یادو ستونزو د حل لپاره خپل نظریات له اتاق سره شریک کړي.
ښاغلي مهمند ټینګار وکړ چې د خصوصي سکتور غړي او اړوند حکومتي ادارې باید پرله‌پسې ناستې ترسره کړي، څو د موټر چلوونکو او کلینرانو د پاکستان ته د داخلېدو مناسب حل لارې پیدا شي. هغه د اتاق عامل پلاوي ته لارښوونه وکړه چې د افغان سوداګرو ټولې ترانسپورتي ستونزې وڅېړي او د حل لپاره اقدام وکړي. نوموړي، ګډونوالو ته ډاډ ورکړ چې د سوداګرۍ او پانګونې اتاق به د پاکستان د حکومت د وروستي اقدام (د ویزې د لګولو پرېکړې) په اړه د سوداګرو او ترانسپورتي شرکتونو طرحې له اړوندو حکومتي چارواکو سره شریکې کړي.
په ناسته کې ګډونوالو سوداګرو او ترانسپورتي شرکتونو د پاکستان د حکومت د وروستي تصمیم په اړه خپل نظریات وړاندې کړل. هغوی د پاکستان او نورو ګاونډیو هیوادونو لخوا د ویزې د اسانتیاوو نه شتون د سوداګرۍ او ترانسپورتي فعالیتونو په وړاندې لوی خنډ وباله او له اتاق څخه یې وغوښتل چې د دې ستونزو د حل لپاره جدي اقدامات وکړي.
 
 
 
 
شنبه، د سلواغې ۲۰مه، ۱۴۰۳