د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي د کونړ ولایت له سوداګرو، پانګه ‌والو او ځینو مسوولینو سره ناسته ترسره کړه

دغه غونډه د ښاغلي خیرالدین مایل احمدي د اتاق سوداګریز مرستیال، نصیر احمد عرب د اتاق خدماتي مرستیال، خان محمد سرفراز باز د اتاق د دارالانشاء رئیس، شیرین آغا سخي د اتاق مالي چارو رئیس، سید جاوید برهان د اتاق د نړیوالو اړیکو رئیس، خانجان الکوزي د اتاق مدیره پلاوي غړی او د افغان-پاک ګډې اتاق رئیس، سید پرویز سادات هوفیاني د اتاق مدیره پلاوي غړی، ابوحمزه د کونړ والي، احمدشاه حکیمي د کابل اتاق لومړی مرستیال او عبدالجلیل حریف د کابل د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي غړی، میرزمان پوپل دعامل پلاوي د مالي او اداري مرستیال سرپرست، د کونړ د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مشرتابه پلاوي، د ختیځ زون د سوداګرو او پانګه‌والو په ګډون د کونړ په اتاق کې جوړه شوه.
 
ښاغلي مایل احمدي، د کونړ له سوداګرو، پانګه‌والو او مسوولینو مننه وکړه او یاد ولایت یې د معادنو، پراخو ځنګلونو، د لرګیو صنعت، کرنې، ګرځندوی او د ګاونډي هیواد سره د اوږدې پولې په درلودلو د سوداګرۍ او پانګونې لپاره ډېر مهم وباله. نوموړي، د پانګونې او سوداګرۍ پر وړاندې پرتې ستونزې یادې کړې او د کونړ له والي او محلي حکومت څخه یې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
د کونړ والي، د اتاق د مشرتابه پلاوي او د خصوصي سکتور غړو د سفر هرکلی وکړ او د محلي حکومت د هغو اقداماتو په اړه یې معلومات ورکړل چې د امنیت او خصوصي سکتور د فعالیتونو د ودې لپاره ترسره شوي دي. نوموړي ډاډ ورکړ چې له خصوصي سکتور سره به هر اړخیزې همکارۍ وکړي او د اړتیا په صورت کې به د مرکزي حکومت له چارواکو سره خبرې وکړي.
ښاغلي خانجان الکوزي، د سوداګرو، پانګه‌والو او صنعت کارانو د اړتیاوو او د هغو زیربناوو په اړه خبرې وکړې چې باید په کونړ کې جوړې شي. هغه د مالیاتو، ټیکټانه او ریالټي په تړاو د یو واحد طرزالعمل او د محلي حکومت د همکارۍ غوښتنه یې وکړه.
په پای کې، ښاغلي سید جاوید برهان د غونډې پایلې بیان کړې او داسې غونډې یې د سوداګرۍ د پراختیا، پانګونې جلب او د سوداګرو د ستونزو د حل لپاره مهمې وبللې.
همدارنګه، د کونړ د سوداګرۍ او پانګونې اتاق نوې بیارغول شوې ودانۍ د اتاق د مشرتابه پلاوي او د کونړ د محلي مقاماتو له خوا په دعائیه سره پرانیستل شوه.
 
 
 
 
چهارشنبه، د سلواغې ۳مه، ۱۴۰۳