د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال د روږدو کسانو درملنې او حمایوي کمپ کې د قرآن عظیم الشان د حافظانو په فراغت مراسمو کې ګډون وکړ

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند په هغه مراسمو کې ګډون وکړ چې د کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت لخوا د قرآنکریم د حافظانو د فراغت په مناسبت په ۵۰۰۰ بستریز اغوش روغتیایی او حمایوي مرکز کې جوړ شوی وو.
 
په دې غونډه کې چې د کورنیو چارو وزارت او نورو ادارو استازو ګډون کړی و، ښاغلي محمد یونس مهمند د مخدره موادو پر ضد معینیت له برنامو څخه مننه وکړه، کومې چې د بهرنیو مرستو پرته په خپلواکه توګه په ټول هېواد کې دوام لري. نوموړي دغه اقدام د مخدره موادو د ریښې ایستلو، د اعتیاد د مخنیوي او د ځوانانو د سالمې روزنې او کاري بوختیا لپاره مهم وباله.
ښاغلي مهمند زیاته کړه: "په تېرو دوو کلونو کې د دې برنامې په تطبیق سره د افغانستان ښارونه، په ځانګړې توګه کابل، د روږدو کسانو له شتون څخه پاک شوي دي. دغه معتادین وروسته له درملنې او روزنې، ټولنې ته بېرته ورګرځول شوي دي." نوموړي دا هم وویل چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د ملي ادارې په توګه د حکومت له برنامو ملاتړ کوي او هیله لري چې د خصوصي سکتور سوداګر د دغو ځوانانو د کار ځواک څخه په تولیدي فابریکو او د هېواد اقتصادي پرمختګ کې اعظمي ګټه واخلي.
 
 
 
 
سه شنبه، د ۱۴۰۳ کال د مرغومي ۱۱ مه