ښاغلي توکل احمدیار، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رئیس، په داسې حال کې چې ښاغلیو: احمد شکیب احمدیار د مشرتابه پلاوي غړی، محمد انور عارفي د پالیسۍ او تخنیکي چارو مرستیال، میر زمان پوپل مالي او اداري مرستیال سرپرست، عبدالسلام کوهي حقوقي سلاکار، امانت خان زمه وار مالي سر مفتش، توکل خرم د شخړو د حل مرکز رئیس او یو شمېر د اتاق د دیپارتمنټونو مسؤلین هم ورسره وو، د امام ابو حنیفه (رح) له درېیم ملي او نړیوال نندارتون او د کورنیو او بهرنیو تولیدي شرکتونو له غرفو څخه یې لیدنه وکړه.
ښاغلي احمدیار، د کورنیو شرکتونو د محصولاتو، تولیداتو او خدمتونو له غرفو لیدنه وکړه او د کورنیو تولیداتو د ملاتړ په برخه کې یې د هغوی وړاندیزونه او نظریات واورېدل، او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مشرتابه له خوا د کورنیو تولیداتو په وده او د هغوی ستونزو په حل کې، د اړوندو حکومتي ادارو په همغږۍ کې د همکارۍ ژمنه وکړه.
د اتاق عمومي رئیس همدارنګه د ایران هېواد د تولیداتو له غرفو څخه هم لیدنه وکړه او د شرکتونو له استازو او د ایران د نندارتون له مسؤلینو سره په خبرو کې د سوداګریزو اړیکو او پانګونو د پراختیا، ګډو نندارتونونو د جوړولو او د دواړو هېوادونو د صادراتو او وارداتو په توازن ټینګار وکړ.
یکشنبه، تلې ۱۵مه، ۱۴۰۳