د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د صنعت او سوداګرۍ وزارت په همکارۍ سره د امام ابوحنیفه (رح) درېیم ملي او نړیوال نندارتون په یوه شانداره مراسمو کې د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت مقام، ښاغلي محمد یونس مهمند د اتاق لومړي مرستیال او د اتاق مشرتابه پلاوي، د صنعت او سوداګرۍ، کانونو او پترولیم، کرنې او مالدارۍ، عامې روغتیا وزیرانو، د بهرنیو چارو، مالیې وزارتونو معینانو، د امر بالمعروف ریاست، د افغانستان بانک، د چارو ادارې، د بهرنیو هېوادونو سفیرانو، نړیوالو ادارو استازو، بهرنیو مېلمنو، د نندارتون مرکز رئیس او سلګونو خصوصي سکتور غړو په ګډون پرانیست.
په دې پرانیستونکي غونډه کې د اتاق مشرتابه ښاغلیو: خیرالدین مایل احمدي د اتاق سوداګریز مرستیال، عصمت الله وردګ د پانګونې مرستیال، نصیر احمد عرب د خدماتو مرستیال، شیرین اغا سخي مالي رئیس، انجنیر سید جاوید برهان د نړیوالو اړیکو رئیس، سلطان محمد صافي، خان جان الکوزی، محمد داوود یوسفزی، ذکریا بریالي، سید پرویز سادات هوفیانی، ضیاءالدین اچکزی او احمد شکیب احمدیار د مدیره پلاوي غړي، عبدالمتین قلندري د څارنې پلاوي منشي، محمد انور عارفي د پالیسي او تخنیکي مرستیال او میر زمان پوپل د مالي او اداري معاونیت سرپرست، سیدجمیل سادات رئیس او احمد شاه حکیمي د کابل اتاق لومړی مرستیال او نورو ولایتي اتاقونو رئیسان او غړي هم شتون درلود.
ښاغلي محمد یونس مهمند، ملي او نړیوالو مېلمنو ته يې د امام ابوحنیفه (رح) درېیم ملي او نړیوال نندارتون پرانیست غونډې ته ښه راغلاست وویل او د صنعت او سوداګرۍ وزارت او نورو اړوند حکومتي ادارو د همکارۍ او امنیت په برخه کې مننه وکړه. نوموړي، دا نندارتون د کورنیو تولیداتو معرفي او د سوداګریزو اړیکو پراختیا لپاره مهم وباله.
ښاغلي مهمند، په خپلو خبرو کې د حکومت وروستیو اقتصادي لاسته راوړنو لکه د قوش تپه پروژې پیل، عمومي امنیت، د کوکنارو د کښت بندیز او د اداري فساد د له منځه وړلو په اړه خبرې وکړې او له نړیوالو موسسو څخه یې وغوښتل چې د کوکنارو د کښت لپاره مناسب بدیلونه وړاندیز کړي.
د اتاق لومړي مرستیال، د مالیاتو معافیت په برخه کې د مشرتابه مقام د هڅو مننه وکړه او له مالیې وزارت څخه یې وغوښتل چې د مالیاتو په تصفیه کې لا زیاته اسانتیا رامنځته کړي.
نوموړي، د ګاونډیو هېوادونو، په ځانګړي ډول پاکستان سره د سوداګرۍ په برخه کې له ستونزو یادونه وکړه، په ځانګړي ډول د تازه میوو او سبزیجاتو ګمرکي تعرفو لوړوالی. هغه، د افغان محصولاتو لپاره د بدیل لارو موندلو غوښتنه وکړه او له کرنې وزارت څخه یې د زراعتي او باغي محصولاتو د ساتنې لپاره د سړو خونو جوړولو په برخه کې د لا زیاتو هڅو غوښتنه وکړه.
نوموړي، همدارنګه د افغان سوداګرو لپاره د ویزو ستونزې او د پیسو د لیږد ستونزې یادې کړې او زیاته یې کړه چې د سوداګرو او خصوصي سکتور غږ مو په نړیوالو کنفرانسونو کې نړۍ ته رسولی.
ښاغلي مهمند، د واخان دهلیز د پلي کولو لپاره د افغانستان سوداګرۍ او ترانزیټ په برخه کې مهم وباله او له حکومت مشرتابه څخه یې په دې برخه کې د لا زیاتې پاملرنې غوښتنه وکړه.
د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت مقام، د امام ابوحنیفه (رح) درېیم ملي او نړیوال نندارتون د ترسره کولو له امله د سوداګرۍ او پانګونې اتاق څخه ستاینه وکړه او یاد نندارتون یې د سیمه ییزې سوداګرۍ د پراختیا لپاره مهم فرصت وباله. نوموړي د بهرنیو شرکتونو ګډون د سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې یو ښه ګام وباله او د لا زیاتو اسانتیاوو ژمنه یې وکړه.
د اقتصادي معاونیت مقام، له سوداګرو څخه وغوښتل چې د محصولاتو د بسته بندۍ په برخه کې د معیاري کولو هڅې وکړي څو د سیمې او نړۍ په بازارونو کې سیالي وکولای شي.
د صنعت او سوداګرۍ وزیر، نندارتون یې د تولیداتو د معرفي، بازار موندنې او پانګونې لپاره یو مهم فرصت وباله او له سوداګرو او پانګه والو یې وغوښتل چې په افغانستان کې پانګونه وکړي. نوموړي د دې وزارت له هڅو څخه د لا زیاتو اسانتیاوو په برابرولو کې خبر ورکړ.
په ورته وخت کې د کانونو او پترولیم، کرنې او مالدارۍ، مالیې، بهرنیو چارو، امر بالمعروف او افغانستان بانک معینانو هم د خپلو ادارو د کاري برنامو په اړه خبرې وکړې.
په دې نندارتون کې شاوخوا ۷۰۰ شرکتونو له بېلابېلو سکتورونو لکه زراعت، صنعت، غالۍ، کانونو، صحت، بانکداري، لاسي صنایعو، ماشین الاتو، ترانسپورت، لوژستیک، ساختماني، مخابرات، تحصیلات، د ښځو سوداګرۍ او نورو کورنیو او بهرنیو سکتورونو څخه خپل تولیدات او محصولات معرفي کړل.