د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال په کابل کې د قطر سفارت له سلاکار سره وکتل

په هغه غونډه کې چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال محمد یونس مهمند او په کابل کې د قطر سفارت د سلاکار مردیف علي القشاتي، په شتون کې جوړه شوې وه، ښاغلي مهمند د قطر له خلکو څخه د مننې ترڅنګ، د افغان سوداګرو او پانګوالو د ملاتړ په برخه کې د قطر سفارت د هڅو ستاینه وکړه او په دې یې ټینګار وکړ چې د دواړو هیوادونو ترمنځ سوداګریزې او اقتصادي اړیکې پراخې شي.
 
له بله خواه، په دې غونډه کې، په افغانستان کې د پانګونې لپاره د قطري پانګوالو د هڅولو او بلنې څرنګوالي په اړه خبرې اترې وشوې.
ښاغلي مهمند، همدارنګه د امام ابوحنیفه د درېیم ملی او نړیوال نندارتون د جوړیدو په اړه خبرې وکړې او د قطر سفیر او لیوالو قطري شرکتونو څخه یې وغوښتل چې په یاد نندارتون کې ګډون وکړي.
په پای کې، د قطر سفارت سلاکارد مطرح شویو موضوعاتو د اورېدو تر څنګ، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق سره د هر اړخیزې همکارۍ ژمنه وکړه.
 
 
یکشنبه، وږی ۴مه ۱۴۰۳