د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مشرتابه هیئت د عامه او خصوصي سکتور په بحث کې ګډون

ښاغلي محمد یونس مهمند د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال، د ښاغلي شیرین آغا سخي، د اتاق مدیره پلاوي مالي رئیس، ښاغلي خانجان الکوزي، د اتاق مدیره پلاوي غړي، او ښاغلي احمد شاه حکیمي، د کابل د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال په ګډون، د حرکت ادارې لخوا جوړ شوي عامه او خصوصي سکتور د بحث په غونډه کې ګډون وکړ او د دغسې کنفرانس په جوړولو کې یې له یادې ادارې څخه مننه وکړه.
 
ښاغلي محمد یونس مهمند، د تېرو درې کلونو په پرتله د نړۍ له ټولو هېوادونو سره د ښو اړیکو د بیا احیا خبر ورکړ او د افغانستان د خصوصي سکتور ته د خدمتونو په وړاندې کولو کې یې د حکومت له مشرتابه مننه وکړه او په هېواد کې یې د بانکي فعالیتونو د پیاوړتیا او چټکتیا غوښتنه وکړه.
ښاغلي مهمند، د خصوصي سکتور د غړو ډېری ستونزو د حل په اړه خبر ورکړ او له نړیوالو بنسټونو یې وغوښتل چې پاتې ستونزې، چې نړیوالې ټولنې پورې تړاو لري، حل کړي. هغه د مشرتابه دفتر د وروستي فرمان، چې په کې د مالیاتو کمولو او د واحد مالیاتو د ورکړې په اړه اشاره شوې ده، هرکلی وکړ.
د اتاق لومړي مرستیال، له ټولو هېوادونو څخه د افغان سوداګرو او پانګوالو لپاره د ویزې په صادرولو ټینګار وکړ او غوښتنه یې وکړه چې له ټولو هېوادونو سره د متقابل درناوي پر بنسټ ښو اړیکو رامنځته کولو ته پاملرنه وکړي. هغه له نړیوالو بنسټونو، په ځانګړې توګه نړیوال بانک څخه وغوښتل چې د هېواد د کرنې د میکانیزه کولو او معیاري سړوخونو جوړولو په برخه کې د کرنې وزارت سره همکاري وکړي.
 
 
چارشنبه، زمری ۳۱مه، ۱۴۰۳