د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د سوداګرۍ د پراختیا او د کورنیو او بهرنیو سوداګرو د هڅونې په موخه د افغانستان – اوزبیکستان د سوداګرۍ نندارتون او کنفرانس پای مراسم د ښاغلي محمد یونس مهمند، د اتاق لومړي مرستیال، نورالدین عزیزی، د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر، خیرالدین مایل احمدي، د اتاق سوداګریز مرستیال، خان محمد سرفراز باز د مدیره پلاوي دارالانشاء رئیس، شیرین آغا سخي، د مدیره پلاوي مالي چارو رئیس، خان جان الکوزی، ضیاوالدین اچکزی، او سید پرویز سادات، د مدیره پلاوي غړی ، محمد انور عارفي، د عامل پلاوي د پالیسي مرستیال، میرزمان پوپل، د عامل پلاوي مالي او اداري مرستیال سرپرست، سید جمیل سادات، د کابل د سوداګرۍ اتاق رئیس، احمدشاه حکیمي، د یاد اتاق لومړی مرستیال، خواجه یادګار شادمانوف، په کابل کې د اوزبیکستان سفیر، عبدالرحمن زیرک، د اتاق مشاور، عبیدالله، د رخت اتحادیې رئیس، او د دواړو هېوادونو یو شمېر سوداګرو او پانګه والو په ګډون د افغانستان په ملي او نړیوال نندارتون کې ترسره کړل.
ښاغلي محمد یونس مهمند، د اوزبیکستان د سوداګریز پلاوي ته ښه راغلاست ووایه، او دا ډول نندارتونونه او غونډې یې د اقتصادي – سوداګریزو اړیکو د پراختیا او د افغانستان د صادراتو د زیاتوالي له ګاونډیو هېوادونو، په ځانګړې توګه له اوزبیکستان سره مهم وبلل او په منځنۍ او مرکزي آسیا کې د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا ټینګار وکړ.
ښاغلي مهمند، افغانستان د جغرافیایي موقعیت له پلوه د مرکزي آسیا هېوادونو او جنوبي آسیا تر منځ د وصل نقطه او همدارنګه اوزبیکستان یې د افغانستان او چین لپاره د روسیې سره د وصل نقطه وګڼله او د دواړو هېوادونو له حکومتي مسئولانو څخه یې غوښتنه وکړه چې په ترانزیټ برخه کې لا ډېرې اسانتیاوې رامنځته کړي، تر څو د دواړو هېوادونو سوداګر وکولای شي په چټکۍ سره خپل صادرات او واردات آسیایی هېوادونو ته ترسره کړي.
د اتاق لومړي مرستیال، د حکومت له لوري سوداګرو ته د لا ډېرو اسانتیاوو په رامنځته کولو او د مالیاتو په برخه کې ټینګار وکړ او د مالیې وزارت له مسئولانو څخه یې غوښتنه وکړه چې د سوداګرو مالیات په یوه وار ترلاسه کړي، تر څو له یوې خوا سوداګرو ته اسانتیاوې رامنځته شي او له بلې خوا د هېواد صادرات او واردات ګړندي شي.
ښاغلي مهمند، د امام ابوحنیفه (رح) په نوم د درېیم ملي او نړیوال نندارتون په اړه چې په نږدې راتلونکي کې به د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق له لوري په کابل ښار کې ترسره شي ګډونوالو ته معلومات وړاندې کړل او له ټولو کورنیو او بهرنیو سوداګرو یې وغوښتل چې په یاد نندارتون کې د خپلو هېوادونو تولیدي محصولات نندارې ته وړاندې کړي.
ښاغلي خیرالدین مایل، د دواړو هېوادونو له حکومتي مسئولانو څخه د سوداګرو لپاره د اسانتیاوو په رامنځته کولو کې مننه وکړه او دا ډول نندارتونونه یې د هېوادونو د تولیدي محصولاتو په معرفي کولو او د صادراتو په زیاتوالي کې مهم وبلل.
د خونې سږداګربز مرستیال، د دا ډول نندارتونونو په جوړولو ټینګار وکړ چې په کې د افغانستان کورني تولیدات نندارې ته وړاندې شي او د افغانستان او اوزبیکستان ترمنځ د نیکو اقتصادي، سوداګریزو او ترانزیتي اړیکو غوښتونکی شو.
د صنعت او سوداګرۍ ښاغلي وزیر، په تاشکند ښار کې د افغانستان د نندارتون په اړه چې څو ورځې وړاندې ترسره شوی و، ګډونوالو ته معلومات وړاندې کړل او دا سوداګریزه ناسته او نندارتون یې د خصوصي سکتور ټولنې لپاره یوه لویه لاسته راوړنه وبلله.
ښاغلی خان جان الکوزی، نندارتون یې د یو هېواد د کورنیو تولیداتو د معرفي کولو لپاره اساسي اړتیا وګڼله او د اوزبیکستان د باصلاحیته پلاوي راتګ یې د افغانستان – اوزبیکستان د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د ښه والي نښه وګڼله. نوموړي له حکومتي مسئولانو څخه وغوښتل چې په ګمرکاتو کې لا ډېرې تخنیکي اسانتیاوې رامنځته کړي.
ښاغلی خواجه یادګار شادمانوف، د دې سوداګریزې ناستې او د اوزبیکستان د تولیدي نندارتون د ترسره کولو په برخه کې د افغانستان د حکومت او د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د همکارۍ له امله مننه وکړه. هغه، د اوزبیکستان د حکومت پالیسي اقتصاد محور وبلله او د سوداګرۍ په برخه کې د هوکړه لیکونو لاسلیکول یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د بهیر په چټکتیا کې مهم وګڼل.