ښاغلي محمد یونس مهمند د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال د ازبیکستان د سوداګرۍ اتاق رئیس ښاغلي وهابوف دوران عبدالجلال اوغلو چې د یو سوداګریز پلاوي په راس کې کابل ته یې سفر کړۍ وو په داسې حال کې چې ښاغلي یادگار خواجه شادمانوف د افغانستان لپاره د یاد هېواد سفیر هم شتون درلود، لیدنه ترسره کړه.
ښاغلي مهمند، د ازبیکستان سوداګرۍ اتاق رئیس او ورسره مل پلاوي ته ښه راغلاست وویل او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو په پراختیا، د توکو د تبادلې زیاتولو، د سوداګرو لپاره د اسانتیاوو ډیرولو، افغان سوداګرو ته د ۲۰٪ تخفیف سره د ازبیکستان خامو موادو د پلور، ګډو پانګونو، د ترانزیت او ټرانسپورټ په ځانګړې توګه د ریل پټلۍ برخو کې د اسانتیاوو په رامنځته کولو ټینګار وکړ.
ښاغلي عبدالجلال اوغلو، د افغانستان سوداګرۍ او پانګونې اتاق سره د ګډو پروګرامونو په لاره اچولو او د ګډو نندارتونونو جوړولو په ځانګړې توګه د ازبیکستان د محصولاتو د نندارتون په اړه چې ټاکل شوې په کابل کې ترسره شي، معلومات وړاندې کړل او د افغانستان سوداګرۍ او پانګونې اتاق څخه یې د ګډون غوښتنه وکړه چې د اتاق له لومړي مرستیال لخوا د همکارۍ ژمنه ورکړل شوه.