د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي د افغانستان لپاره د د امریکا د متحده ایالاتو سفارت له شارژدافیرې سره وکتل!

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رئیس ښاغلي توکل احمدیار، د اتاق د لومړي مرستیال محترم محمد یونس مهمند په حضور کې، په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان لپاره د امریکا سفارت له شارژدافیرې میرمن کرن ډیکر سره وکتل او د افغان سوداګرو د ستونزو په ځانګړي ډول د بانکي ستونزو په اړه یې خبرې وکړې.
 
د اتاق مشرتابه پلاوي، د هېواد د عمومي امنیت د ټینګښت، د کوکنارو د کرنې د منع او د اداري فساد له منځه تلو یادونه وکړه او د سوداګرو د موجوده ستونزو په ځانګړي ډول د افغان سوداګرو د بانکي ستونزو، د سړو خونو د جوړولو اړتیا او د کرنې له سکتور څخه د ملاتړ په اړه خبرې وکړې او د میرمن کرن ډیکر څخه یې وغوښتل چې د دوی ستونزو ته د حل په برخه کې همکاري وکړي.
میرمن کرن ډیکر، د اتاق د مشرتابه پلاوي د خبرو اوریدو وروسته، د هېواد له خصوصي سکتور څخه د ملاتړ او د دوی د ستونزو د حل په برخه کې ډاډ ورکړ او ژمنه یې وکړه چې د دوی ستونزې به له اړوندو مسوولینو سره شريکې کړي او د حل په برخه کې به لازمې همکارۍ وکړي.
 
پنجشنبه، د اسد ۴مه، ۱۴۰۳