د اتاق عامل پلاوي د مالي او اداري مرستیال سرپرست په ۲۸مه کونمنګ چین نندارتون او د سویلي آسیا هیوادونو په ۱۷مه سوداګریزه غونډه کې ګډون وکړ

ښاغلي میرزمان پوپل د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د عامل پلاوي مالي او اداري مرستیال سرپرست، د ښاغلي زربت خان ستانکزي د لوګر سوداګرۍ او پانګونې اتاق مالي رئیس او د هیواد د سوداګرو او صنعتکارانو په ملتیا، په ۲۸مه کونمنګ چین نندارتون او د سویلي آسیا هیوادونو په ۱۷مه سوداګریزه غونډه کې ګډون وکړ او د افغان سوداګرو غرفو څخه چې خپل تولیدي محصولات یې په یاد نندارتون کې نندارې ته وړاندې کړي وو، لیدنه وکړه.

دا نندارتون د جولای ۲۳مې نیټې څخه په کونمنګ چین کې د ۷ ورځو لپاره ترسره کیږی. په یاد نندارتون کې افغان سوداګرو خپل تولیدي محصولات په ځانګړي ډول: غالۍ، وچه میوه، زعفران، افغاني لباسونه او قره قل په ۷۶ غرفو کې د اوو ورځو لپاره نندارې ته وړاندې کړي دي.

 

چهارشنبه، ۳ اسد ۱۴۰۳