د سپین بولدک د وروستۍ اورلګېدنې د پېښې د څېړلو په موخه د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د رهبري پلاوي او سوداګرو ګډه غونډه پیښوته د رسېدو په چاروکې د دولت له وزیر سره

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګویې اتاق لومړی مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند په داسې حال کې چې: د اتاق مدیره پلاوي غړي ښاغلې ضیاالدین اڅکزی، د کندهار د سوداګرۍ اتاق رئیس ښاغلي محمد صدیق مهمند، ، د کندهار اتاق مدیره پلاوي غړو، د سپين بولدک د اتاق رئيس، د هېواد د اور وژنې اداری رییس ښاغلي نورالله انصاري، د سپين بولدک ولسوالۍ پانګوالو او د سپين بولدک ولسوالۍ مسوولينو برخه لرله د کندهار د سوداګرۍ او پانګویې اتاق په منڅ کې، پیښوته د رسېدو په چاروکې د دولت له وزیر او ورسره مل پلاوي سره وکتل او د لازمو مشورو، د عملي ګامونو پورته کولو او دغه موضوع د حکومت تر رهبرۍ پورې رسولو باندي خبري اتري وکړه.
 
ښاغلي محمد صدیق مهمند، مېلمنو او د دولت لوړ پوړي پلاوي ته د ښه راغلاست په ترڅ کې له دولتي ارګانونو او د اور وژنې اداری له ژر خدمتونو وړاندې کولو څخه يې مننه وکړه، نوموړي د سپين بولدک ولسوالۍ د ښاري جوړښت پر ښه والي ټينګار وکړ او د لوي کندهار سوداګرو لخوا د هېواد په وده او پرمختګ کې د ګډون ډاډ ورکړ.
ښاغلي محمد یونس مهمند، د دغې پیښې قربانیان د مرستې مستحق وبلل او د عملیاتي پلان جوړول، د ښاري پلان د تطبیق لپاره یې د نقشې په جوړولو او د اسلامي ارزښتونو په نظر کې نیولو سره د بیمې شرکتونو د فعالیتونو په بیا پیلولول او د حکومت لخوا د ښاري پلان تصویب باندې ټینګار وکړ.
ښاغلي مهمند، د کندهار ولایت مقام او د اړوندو ادارو له ټولو مسوولینو څخه مننه وکړه چي د پورتنۍ پېښي د مخنیوي کې یې شپه او ورځ خدمات وړاندي کړل.
ښاغلي اڅکزي، د حکومت له مشرتابه وغوښتل چې د دغې پېښې له قربانیانو سره مرسته وکړي، هغه د پېښې قربانیانو د پېژندنې، ښاري ماسټر پلان او د مرستو د بهیر پر روڼوالي د کاري طرزالعمل پر رامنځته کولو ټینګار وکړ او په دې برخه کې یې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق له اړوندو دولتي ادارو سره د همکارۍ ډاډ ورکړ.
ښاغلي شفیق، له سوداګرو څخه د مرستو پر راټولولو، د دولت له لوري د ګمرکي محصول پر معافیت، د زیانمن شویو کسانو لپاره د مرکزي اتاق او د کندهار د ولایتي اتاق پر مرستو ټینګار وکړ.
پیښوته د رسېدو په چاروکې د دولت وزیر، د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د رهبرۍ او د یادې پېښې د څېړلو د کمېټې د غړو د خبرو له اورېدو وروسته له سوداګرو او پانګوالو څخه وغوښتل، چې حوصله له لاسه ورنکړي او خپلو سوداګریزو فعالیتونو ته دوام ورکړي، هغه ژمنه وکړه، چې د دغه سوداګریز مارکېټ د اور لګېدنې موضوع به د حکومت له مشرتابه سره شریکوي.
 
دوشنبه، ۱ زمری، ۱۴۰۳