د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي د نمروز ولایت د ټرانسپورټي شرکتونو له مسؤلینو سره لیدنه ترسره کړه

دغه ناسته د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د اتاق مدیره پلاوي غړو هر یو ښاغلي خان جان الکوزي او ضیاءالدین اچکزي، د اتاق عامل پلاوي مالي او اداري مرستیال ښاغلي میرزمان پوپل، د اتاق عامل پلاوي عامه اړیکو، اداري او ولایتي اتاقونو مسؤلینو، د نیمروز سوداګرۍ او پانګونې اتاق مسؤلینو او د ټرانسپورټي شرکتونو یو شمیر مسؤلینو په ګډون په آنلاین ډول ترسره شوه.

سوداګرو، په ځانګړې توګه د نیمروز ولایت د ټرانسپورټي شرکتونو مسوولینو، خپلې موجوده ستونزې مطرح کړې او د نیمروز او ایران تر منځ د بندر او پل د ظرفیت کمښت، د چابهار بندر له لارې د تبادلاتو د زیاتولو د امکاناتو نشتوالی او د افغان او ایراني ټرانسپورټي شرکتونو د یو شان مقرراتو د نشتوالي له کبله انتقاد وکړ او د خپلو ستونزو د حل لپاره یې د اتاق د همکارۍ غوښتنه وکړه.

ښاغلي مهمند، د ټرانسپورټي شرکتونو موجوده ستونزو د اورېدو وروسته، د ټرانسپورټ اهمیت او په هیواد کې د سوداګرۍ او اقتصادي ودې په برخه کې د هغه رول په اړه خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې د اتاق مشرتابه موجوده ستونزې د حکومت له مشرتابه سره شریکې کړې دي او ډېر ژر به د هغوی د حل لپاره اقدامات ترسره شي.

ښاغلي مهمند، د نیمروز اتاق کارمندانو ته لارښوونه وکړه چې د سوداګرو ټولې ستونزې په ځانګړې توګه ټرانسپورټي ستونزې راټولې کړي او د راتلونکو اجراآتو لپاره یې په لیکلي او رسمي ډول مرکز ته ولېږي.

ښاغلي خان جان الکوزي، د عبور مرور او د دواړو هیوادونو د بار وړونکو وسایطو د ترانزیت حق په اړه خبرې وکړې او زیاته یې کړه: چې دواړه هیوادونه مساوي حق لري، که د افغان ټرانسپورټي شرکتونو وسایط په ایران کې د ایراني شرکتونو تر پوښښ لاندې نیول کیږي، په افغانستان کې هم باید ورته عمل ترسره شي.

په دې ناسته کې پرېکړه وشوه چې د سوداګرو ستونزو په ځانګړې توګه د ټرانسپورټي شرکتونو د ستونزو د حل لپاره نورې ناستې هم ترسره شي.

 

چهارشنبه، چنګاښ ۲۷مه، ۱۴۰۳