د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي د سپن بولدک صرافانو اتحادیې له مسؤلینو سره لیدنه ترسره کړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د اتاق مدیره پلاوي غړو هر ویو ښاغلي خان جان الکوزي او ضیاءالدین اچکزي په حضور کې، د سپین بولدک ولسوالۍ د صرافانو اتحادیې له مسوول محترم نصیب الله سرحدي او د هغه له مل پلاوي سره وکتل او د مالي تبادلې په برخه کې یې د دوی ستونزې واورېدې.
 
ښاغلي سرحدي، د افغانستان بانک له خوا د صرافانو جوازونو تضمین لوړوالی د سپین بولدک ولسوالۍ د صرافانو یوه اساسي ستونزه وبلله او د اتاق له مشرتابه یې وغوښتل چې د اړوندو ادارو سره د ناستو په جوړولو کې ورسره مرسته وکړي ترڅو د صرافانو د جواز تضمین کمولو په برخه کې همکاري وکړي.
ښاغلي مهمند، سپین بولدک د هیواد په سوداګرۍ او اقتصاد کې یوه مهمه او ستراتیژیکه ولسوالۍ وګڼله، او ژمنه یې وکړه چې د صرافانو د جواز تضمین لوړوالي موضوع به د افغانستان بانک ریاست او اړوندو ادارو سره د ناستو له لارې شریکه کړي او د حل لپاره به یې هڅې وکړي.
ښاغلي خان جان الکوزي، سپین بولدک ولسوالۍ د لوی سوداګریز مرکز او افغانستان له نړیوالو بازارونو سره د وصل په توګه مهمه وبلله، او د مرکز، ولایتونو او ولسوالیو د جواز تضمین په مقدار کې د توپیر په رامنځته کولو یې ټینګار وکړ.
ښاغلي اچکزي، د دې ولسوالۍ په سوداګرۍ او پانګونو وضعیت په اړه معلومات وړاندې کړل او د دې سوداګریز مرکز رول یې د اشتغال، اقتصادي ودې، سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې ارزښتناک وباله.
 
چهارشنبه، چنګاښ ۲۷مه، ۱۴۰۳