د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق سوداګریزو چارو مرستیال د سویلي آسیا سوداګریز نندارتون په اړه د سارک غړو هېوادونو لخوا په جوړه شوې آنلاین ناسته کې ګډون وکړ

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق سوداګریزو چارو مرستیال ښاغلي خیرالدین مایل احمدي، په هغه آنلاین غونډه کې ګډون وکړ چې د سارک هیوادونو تر منځ د سویلي اسیا د سوداګریز نندارتون د ترسره کولو په اړه جوړه شوې وه، او په دې اړه یې خبرې وکړې چې څنګه کولای شو دغه نندارتون په ښه توګه ترسره کړو او د غړو هیوادونو تر منځ تجارتي او اقتصادي اړیکې پراخې کړو.

ښاغلي مایل احمدي د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د هغو هڅو یادونه وکړه چې له مخې یې دوی د سویلي آسیا سوداګریز نندارتون کې افغان سوداګر ګډون کولو ته هڅوي او د سارک غړو هېوادونو له استازو یې وغوښتل چې په دې نندارتون کې د افغان سوداګرو لپاره د ویزې صادرولو، د غرفو مشخص کولو او د تجارتي ناستو په برابرولو کې مرسته وکړي.
نوموړي همدارنګه په ټولنیزو رسنیو کې د جنوبي اسیا تجارتي نندارتون د اعلانونو خپرولو باندې ټینګار وکړ.

د سارک غړو هیوادونو استازو د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق له هڅو څخه مننه وکړه چې افغان تولیدونکي دې نندارتون ته وهڅوي، او د خپلو هیوادونو له لوري د افغان سوداګرو او د جنوبي اسیا هیوادونو د سوداګرو تر منځ د ناستو په برابرولو کې د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ.

دغه نندارتون به د روان کال د اګست له ۲ تر ۴ نېټې پورې د درې ورځو لپاره په سریلانکا کې ترسره شي، چې د سارک غړو هیوادونو سوداګرو او تولیدونکو ته به د خپلو تولیداتو د نندارې فرصت برابر کړي.

 

سه شنبه، چنګاښ ۲۶مه، ۱۴۰۳