د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عامل پلاوي مالي او اداري مرستیال د "سا ایران" انټرنیټي خدماتو شرکت له مسئولینو سره آنلاین ناسته ترسره کړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عامل پلاوي مالي او اداري مرستیال ښاغلي میرزمان پوپل، د افغان مخابراتي شرکت نړیوالو اړیکو رئیس ښاغلي محمد امین امیري او د اتاق عامل پلاوي د نړیوالو اړیکو او غړو سره د اړیکو ډيپارټمنټ مسؤلینو په حضور کې د سا ایران شرکت له استازو سره آنلاین غونډه وکړه او د انټرنیټي خدماتو د کارونې او د هغوی د کیفیت او ظرفیت لوړولو په برخه کې د دوه اړخیزو همکاریو په اړه بحث او خبرې وکړې.

د سا ایران شرکت مسئولینو د دې شرکت د فعالیتونو په اړه معلومات وړاندې کړل او زیاته یې کړه چې سا ایران انټرنیټي خدماتو شرکت د انټرنیټي خدماتو په عرضه کولو کې فعالیت کوي چې د نړیوالو معیارونو په پام کې نیولو سره په ایران کې بازارونو ته خدمات وړاندې کوي. هغوی د افغان بازارونو ته د انټرنیټ عرضه کولو په برخه کې خپله لیوالتیا څرګنده کړه او له ښاغلي پوپل څخه یې وغوښتل چې افغان انټرنیټي خدماتو شبکې وهڅوي چې د سا ایران شرکت څخه انټرنیټ واخلي.

ښاغلي میر زمان پوپل، د ننني نړۍ پرمختګ د عصري تکنالوژۍ او د انټرنیټي خدماتو سرعت پورې تړلی وباله او د کیفیت لرونکو او مناسبو قیمت لرونکو انټرنیټي خدماتو په عرضه یې ټینګار وکړ.
نوموړي ژمنه وکړه چې د یاد شوي شرکت په بازار موندنه او په افغانستان کې د پلور مارکېټ په موندلو کې به له سا ایران شرکت سره همکاري وکړي.

 

یکشنبه، چنګاښ ۲۴مه، ۱۴۰۳