د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي او تازه مېوو سوداګرو د افغانستان لپاره د پاکستان سفارت سوداګریز مرستیال سره لیدنه ترسره کړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د سوداګرو ستونزو حل او لازمو آسانتیاوو رامنځته کولو په موخه، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د اتاق دارلانشاء رئیس ښاغلي خان محمد سرفراز باز، د کابل سوداګرۍ اتاق لومړي مرستیال ښاغلي احمد شاه حکیمي، د یاد اتاق مرستیال ښاغلي همایون خواجه زاده، د اتاق عامل پلاوي مالي او اداري مرستیال ښاغلي میرزمان پوپل، د تازه مېوې اتحادیې رئیس ښاغلي حاجي اختر، او د مزار شریف، کاپیسا، کندهار، ننګرهار، میدان وردګ، ارزګان، او پنجشیر ولایتونو د تازه مېوو اتحادیو رئیسانو په ګډون د افغانستان لپاره د پاکستان سوداګریز مرستیال ښاغلي شوکت علي سره ناسته ترسره چې په یو لړ مهمو موضوعګانو یې بحث او نظر تبادله وکړه.
 
ښاغلي مهمند ښاغلي شوکت علي او د تازه مېوې سوداګرو ته د ښه راغلاست ویلو په ترڅ کې د پاکستان هېواد د افغانستان د دیني، کلتوري، اقتصادي، سوداګریزو او ټرانزیټي دوست وباله او د هېواد د خصوصي سکتور د ستونزو په حل کې يې د پاکستان سفارت هڅې وستایلې.
د اتاق لومړي مرستیال د سیمې له هېوادونو په ځانګړې توګه له پاکستان سره پر ښو سوداګریزو او اقتصادي اړیکو ټینګار وکړ او له ښاغلي شوکت علي څخه یې وغوښتل چې د ښو سوداګریزو اړیکو د ښه والي، ټرانزيټ د افغان سوداګرو ستونزو حل او دوی ته د لازمو آسانتیاوو رامنځته کولو برخه کې عملي ګامونه پورته کړي.
ښاغلي مهمند د پاکستان له خوا پر تازه مېوو د لوړې ګمرکي تعرفې زیاتوالی د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو په ښه کېدو کې لوی ګوزار وباله او د لوړو ګمرکي تعرفو په لرې کولو کې یې د پاکستان سفارت د سوداګریز مرستیال څخه یې وغوښتل چې د افغانستان په تازه مېوو او سبزیجاتو د ګمرکي تعرفې د له منځه وړلو او افغان سوداګرو نورې ستونزې د پاکستان حکومت له اړوندو ادارو سره شریکې او د حل برخه کې يې هلې ځلې ترسره کړي.
نوموړي همدا راز افغان سوداګرو ته ډاډ ورکړ، چې له افغانستان څخه نورو هېوادونو ته د تازه مېوې د صادرولو لپاره د بدیل لارې چارې پیدا کوي.
د اتاق لومړی مرستیال افغانستان د پاکستان د تولیداتو ستر واردونکی هېواد وباله او زیاته یې کړه چې د تعرفې زیاتوالی د دواړو هېوادونو پر سوداګرۍ منفي اغېز کولی شي.
ښاغلي خان محمد سرفراز باز د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د افغان خصوصي سکتور غړو ګډ کور وباله او زیاته یې کړه چې اتاق تل د افغان سوداګرو ستونزو هغه په کور دننه وي او که بهر، ګمرکي وي او که ټرانزیټي، سوداګریزي شخړې وي او که منځګړیتوب او دیته ورته نورو ستونزو حل برخه کې خپلې هیڅ ډول مرستې نه دي سپمولي.
همدارنګه، ښاغلي باز وویل "اتاق د افغان خصوصي سکتور استازي په توګه غواړي چې د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره سوداګریزو او اقتصادي اړیکو ته د پراختیا ورکولو ترڅنګ، په هېواد کې اقتصادي ودې، رغښت او ثبات ته لار هواره او نه ستړې کېدونکې هلې ځلې ترسره کړي."
ښاغلي باز ښاغلي شوکت علي ته په خطاب کې وویل "د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق او په ټوله کې افغان خصوصي سکتور پاکستان سره د ښو اقتصادي، سوداګریزو او ټرانزیټي اړیکو پاللو ته ژمن دی."
دغه راز، ښاغلي باز زیاته کړه "اتاق د څه دپاسه (۹۰) کلونو مخینې په لرلو سره، تل هڅه کړې چې د نړۍ له اقتصاي کاروان سره اوږه په اوږه اقتصادي ثبات او ځان بسیاینې په لور کوټلي ګامونه پورته کړي."
ښاغلي خان محمد سرفراز باز د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا ټینګار وکړ او له ښاغلي شوکت څخه یې وغوښتل چې سوداګري له سیاست څخه جلا کړي.
صادرونکو د ویزو صدور برخه کې د آسانتیاوو نشتوالی، د پاکستان ټولو برخو ته د افغان باربري ګاډو په تګ منع، د پاکستان له لوري په ګمرکي تعرفو کې د تعامل نشتوالی او د کراچۍ بندر ګمرکي اسنادو طی مراحل برخه کې د آسانتیاوو نشتوالی خپلې عمده ستونزې وبللې او د اتاق له مشرتابه او پاکستان سفارت څخه يې یادو ستونزو ته د مناسبو حل لارو پیداکولو غوښتنه وکړه.
ښاغلي شوکت علي د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق له مشرتابه څخه د دې ناستې د ترسره کولو له امله د مننې ترڅنګ، د پاکستان له اړوندو دولتي چارواکو سره د افغان سوداګرو د ستونزو د شریکولو په برخه کې د خپلې همکارۍ ډاډ ورکړ.
 
شنبه، چنګاښ ۲۳مه، ۱۴۰۳