د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال د روسیې د جایدادونو د ارزونې د ټولنې له مسئولینو سره لیدنه ترسره کړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د کندهار اتاق لومړي مرستیال ښاغلي محمد داوود او د اتاق عامل پلاوي مالي او اداري مرستیال ښاغلي میرزمان پوپل په حضور کې، د روسیې د جایدادونو د ارزونې د ټولنې له مرستیال ښاغلي واسیل مزیتوف سره په مرکزي دفتر کې وکتل او د یاد بنسټ پروګرامونه او فعالیتونه یې واورېدل.

ښاغلي مزیتوف د جایدادونو د ارزونې د ټولنې د تاریخ او پروګرامونو په اړه مفصل معلومات وړاندې کړل او ویې ویل چې د دې بنسټ فعالیتونه په لاندې ډول دي: د ودانیو تحقیق او سروې، د کورونو او ښارګوټو نقشې جوړول او د ودانیو د کنټرول سیستم ډیجیټل کول.
نوموړي د اتاق له مشرتابه وغوښتل چې په افغانستان کې د دې بنسټ د پروژو په پلي کولو کې مرسته وکړي.

ښاغلي مهمند د ښاغلي مزیتوف او د دوی ټیم ته د ښه راغلاست په ویلو سره ټینګار وکړ چې په افغانستان کې د یادې ټولنې د پروژو د پلي کولو لپاره د نمایندګۍ د جوړولواو همدارنګه د ودانۍ سکتور له غړو سره د خپلو تجربو د شریکولو لپاره هڅه وکړي او ډاډ یې ورکړ چې اتاق به د یاد بنسټ مسؤلینو او افغان سوداګرو او پانګوالو ترمنځ دوه اړخیزې ناستې تسهیل کړي.

د اتاق لومړي مرستیال په نږدی راتلونکې کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق له لوري په کابل کې د یو نندارتون د جوړولو یادونه وکړه او له ښاغلي مزیتوف یې وغوښتل چې په دې نندارتون کې ګډون وکړي او د خپل بنسټ د پروګرامونو په اړه ګډونوالو ته معلومات وړاندې کړي.

 

سه شنبه، چنګاښ ۱۸مه، ۱۴۰۳