د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند په داسی حال کې چې، د مدیره پلاوي غړو هر یو ښاغلي خان جان الکوزي او سید پرویز سادات هوفیاني، د صنعت او سوداګرۍ وزیر، د حرکت ادارې رئیس ښاغلي حجت الله فضلي، د اروپایې اتحاديې، پاکستان، هند، روسیې، آذربایجان، او قزقستان سفیرانو د کابل په سرینا هوټل کې د (خصوصي سکتور بحث) عنوان لاندی جوړ شوي کنفرانس کې د ګډون ترڅنګ، د خصوصي سکتور ستونزو او لیدلوري په اړه يې خبرې اترې وکړې.
ښاغلي مهمند، د دې کنفرانس په جوړولو کې د حرکت ادارې څخه د مننې ترڅنګ، د افغانستان د خصوصي سکتور د شته ستونزو په اړه خبرې وکړې چې یادې ستونزې عبارت دي له: په نړیوالو بانکونو کې د افغان سوداګرو د پیسو کنګل کیدل، د سیمه ییزو او نړیوالو هیوادونو له خوا د افغان سوداګرو لپاره د ویزې د لا زیاتو اسانتیاوو نشتوالی، د پیسو د انتقال لپاره اسانتیاوو نشتوالی او د ګاونډیو هیوادونو په بندرونو کې د ځینې سوداګریزو توکو بندیدل.
همدارنګه، نوموړي د اروپايي اتحادیې استازو او د مرکزي آسیا د هیوادونو سفیرانو څخه غوښتنه وکړه چې د افغان سوداګرو د ستونزو د حل لپاره عملي ګامونه پورته کړي.ښاغلي مهمند د کوچنیو او منځنیو متشبثینو د پراختیا او ملاتړ پر اهمیت ټینګار وکړ او له ګډونوالو، په ځانګړي توګه د مرکزي آسیا هیوادونو او اروپايي اتحادیې استازو څخه یې وغوښتل چې بهرني سوداګر د افغان سوداګرو سره په مختلفو سکتورونو کې په ځانګړي ډول د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو د کانونو په استخراج او نورو برخو کې ګډې پانګونې ته وهڅوي.
د اتاق لومړي مرستیال د تېرو درېو کلونو په موده کې له ګاونډیو هېوادونو سره د افغانستان د صادراتو د زیاتوالي یادونه وکړه او د اروپايي اتحادیې له استازو څخه یې وغوښتل چې د افغانستان د صادراتي توکو لپاره نړیوالو بازارونو په پیدا کولو او بهرني سوداګر په نږدی راتلونکي کې د اتاق لخوا په جوړیدونکي کنفرانس کې ګډون کولو ته وهڅوي.
دوشنبه، چنګاښ ۴مه، ۱۴۰۳