د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړی مرستیال ښاغلی محمد یونس مهمند او ورسره مل پلاوی د هرات په صنعتی پارک کې د منا فوډ صنایعو شرکت له تاسیساتو څخه لیدنه وکړه او د مانا د خوړو د صنعت ګروپ له مشر غلام فاروق مهمند سره یې د دې شرکت د تولید، فعالیتونو او کاری پلانونو په اړه خبرې وکړې.
ښاغلی غلام فاروق مهمند د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د لومړی مرستیال او د هغوی د ملګری ټیم ته د ښه راغلاست او له شرکت څخه د لیدنې لپاره یې د مننه ترڅنګ د مانا فوډ د شرکت فعالیتونو، لاسته راوړنو، تولید او تولید پروسې په اړه یې تفصیلی معلومات وړاندې کړل.
رئیس شرکت صنایع غذایی مانا، از آغاز خط جدید تولید انرژی های غیر الکولی تحت نام مانا در آینده نزدیک خبر داده و بخش های آن را تشریح کرد.
ښاغلی محمد یونس مهمند، د غونډې اړوند معلوماتو ته په غوږ نیولو سره د خوړو په سکتور کې د لوی پانګوونې لپاره د مانا فوډ صنعت شرکت مشرتابه هڅو او ژمنو ستاینه وکړه او د خوړو صنعت شرکت یې په هیواد کې یو له خورا مهم تولیدی شرکتونو څخه وباله
جمعه، غبرګولی 15، 1403