د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د صاراتو ودې او پانګونې جلب په موخه، د صادراتو او پانګونې ودې تر عنوان لاندی یو کنفرانس جوړ چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د مدیره پلاوي غړو هر یو ښاغلي خان جان الکوزي او ضیاءالدین اچکزي، د کابل سوداګرۍ اتاق لومړي مرستیال ښاغلي احمد شاه حکیمي، د مرکزي اتاق عامل پلاوي پالیسۍ او تخنیکي مرستیال ښاغلي محمد انور عارفي، د ګمرکونو عمومي رئیس، د ماليې وزارت د عوایدو معینیت مرستیال، او د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو، ټوکر، ټرانسپورټ، تازه میوو او سبزیجاتو، ښوونځیو، خصوصي پوهنتونونو، درملو، حیواني محصولاتو، سون توکو، ودانۍ، غالۍ، ډبرو سکرو او د مستعملو پرزو اتحادیو مسؤلینو پکې ګډون درلود.
ښاغلي مهمند د کوچنیو متشبثینو مالیاتي معافیت په اړه د حکومت د مشرتابه د وروستي فرمان ستاینه وکړه او یاد ګام يې د حکومت او ملت ترمنځ د ښې همکارۍ نمونې بللو ترڅنګ، د هېواد صادرونکو لپاره د حکومت له لوري په لا زیاتو آسانتیاوو رامنځته کولو غوښتونکی شو.
دغه راز، د اتاق لومړي مرستیال د هېواد په اقتصادي ودې او رغښت کې د سوداګرو رول اړین وباله او د ماليې وزارت ګمرکونو معینیت له مسؤلینو يې وغوښتل څو د تولیدي فابریکو ستونزو حل او د مالیاتو تادیې برخه کې د هېواد سوداګرو ته لازمې آسانتیاوې رامنځته کړي.
ښاغلي الکوزي په تیرو ۳ کلونو کې د سوداګرو ستونزو حل برخه کې، د ګمرکونو معینیت مسؤلینو هڅې د قدر وړ وبللې او زیاته يې کړه چې ورته کنفرانسونه د هېواد د اقتصادي ودې لپاره ګټور دي او باید په ولایتونو کې هم جوړ کړی شي.
نوموړي د ګمرکونو له مسؤلینو وغوښتل چې د تازه میوو صادراتو جدي پاملرنه وکړي.
د اتحادیو مسؤلینو په
- عباس او کراچۍ بندرونو کې د کانیتینرونو انتقال برخه کې د لازمو خدماتو نه شتون
- د تعلیمي سکتور لپاره د معیاري پاکونو نه شتون
- د ماليې وزارت عوایدو ریاست له لوري د مالیو د معیاري څیړنې نه شتون
- د حیواني پوستکو صادراتو برخه کې د دولت له لوري د لازمې پاملرنې نه شتون
- د حیواناتو لپاره د معیاري مالګو نه شتون
- د هېواد د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو قاچاق کیدل
- د معیاري سړو خونو نه شتون
- د دولت له لوري د شرکتونو د نیمه کاره پروژو د پیسو نه تادیه کول
- او په ډبرو سکرو د لوړې ګمرکي تعرفې وضع کول خپلې عمده ستونزې وبللې
او د ګمرکونو له مسؤلینو يې وغوښتل چې د دوی د ستونزو حل برخه کې رښتوني او ګړندي ګامونه پورته کړي.
د ګمرکونو عمومي رئیس د سوداګرو ستونزو له اوریدو وروسته، ډاډ ورکړ چې دوی به یادو ستونزو ته د مناسبو حل لارو موندلو برخه کې خپلې هیڅ ډول مرستې او همکارۍ ونه سپموي او د هېواد له سوداګرو يې وغوښتل چې د هغو توکو چې دوی يې واردوي، کیفیت ته جدي پاملرنه وکړي.
چهارشنبه، غبرګولي ۹مه، ۱۴۰۳