د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال د ګمرکونو معینیت له مشرتابه سره لیدنه ترسره کړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند په داسی حال کې چې، د ټوکر اتحاديې رئیس ښاغلي حاجي عبیدالله او یو شمیر سوداګرو يې ملتیا کوله د ګمرکونو له عمومي رئیس سره لیدنه ترسره او د ټوکر سوداګرو ستونزې يې ورسره شریکې کړې.

 

ښاغلي مهمند سوداګرو او پانګوالو ته د لازمو آسانتیاوو رامنځته کولو برخه کې د ښاغلي سعید هڅې وستایلې او په ګمرکونو کې د سوداګرو شته ستونزو حل په موخه د کوټلو ګامونو اخیستلو غوښتنه يې تری وکړه.

 

د ګمرکونو عمومي رئیس، د سوداګرو ستونزو او ننګونو اوریدو وروسته، ژمنه وکړه چې د حل برخه کې به يې خپلې هیڅ ډول مرستې ونه سپموي.

 

‌دغه راز، ښاغلي مهمند د ګمرکونو معینیت عمومي عوایدو له رئیس سره د یوې جلا ناستې په ترڅ کې، د سوداګرو ځینې ستونزې يې ورسره شریکې او د ستونزو او ننګونو د له منځه وړلو برخه کې یې د هغوی د همکارۍ غوښتنه وکړه.

 

سه شنبه، غبرګولي ۸مه، ۱۴۰۳