د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند او د اتاق مدیره پلاوي غړي ښاغلي احمد فواد دوست د افغانستان لپاره د جاپان سفیر ښاغلي تکایوشي کورومیا سره لیدنه ترسره او د اقتصادي موضوعګانو، د دوه اړخیزو سوداګریزو اړیکو ودې او د شته فرصتونو په اړه يې خبرې اترې او د نظر تبادله وکړه.
ښاغلي مهمند د زیربنایي پروژو د تطبیق او د افغان وګړو په ځانګړې توګه د وروستیو سیلاب ځپلو کورنیو سره د جاپان د دوامداره همکارۍ او د دغه هېواد فعاله ونډه وستایله او د دوه اړخیزو سوداګریزو او پانګه ایزو اړیکو ښه والي او افغان سوداګرو ته د جاپان په لازمو همکاریو يې ټنیګار وکړ.ښاغلي مهمند د هېواد عمومي شرایط د زیربنایي پروژو په تطبیق کې د ګډې پانګونې لپاره مناسب وګڼل او زیاته یې کړه "د کوکنارو د کښت په مخنیوي، د اداري فساد په له منځه تلو او په افغانستان کې د ټولیز امنیت په تامین سره د پانګونې فرصتونه زیات شوي دي چي باید اعظمي ګټه تری پورته کړی شي.
نوموړي د جاپان سفارت له مشرتابه وغوښتل، چې افغان سوداګرو ته د ویزو د ورکړې په برخه کې د لازمو اسانتیاوو د رامنځته کولو په برخه کې خپلې هیڅ ډول مرستې او همکارۍ ونه سپموي.ښاغلي تاکایوشي د افغانستان خلکو ته د پانګونې او کاري فرصتونو د رامنځته کولو په برخه کې د خصوصي سکتور د مشرتابه هڅې وستایلې او د ویزو د ورکړې او د سوداګرو د ستونزو حل برخه کې يې د جاپان سفارت د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ.
دوشنبه، غويي ۲۴مه، ۱۴۰۳