د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي د افغان – ایران ګډ اتاق د غرفو څخه د لیدنې پرمهال د افغانستان لپاره د ایران جمهوري ریاست ځانګړي استازي سره لیدنه ترسره کړه

د افغانستان لپاره د ایران جمهوري ریاست ځانګړي استازي او سفیر په ایران کې د افغان – ایران ګډ اتاق غرفو څخه د لیدنې پر مهال، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د افغان – ایران ګډ اتاق رئیس ښاغلي میراجان سلیمان خیل، د اتاق مدیره پلاوي غړي ښاغلي جان آقا صادقي، په ایران کې د افغانستان سوداګریز چاروال ښاغلي معین خوافي او د هرات ولایتي اتاق نړیوالو اړیکو رئیس ښاغلي سید جمال الدین هاشمي سره لیدنه ترسره او د سوداګرۍ پراختیا، ګډو پانګونو او شته ننګونو او ستونزو حل په اړه يې خبرې اترې وکړې.

ښاغلي مهمند د افغان – ایران ګډ اتاق پروګرامونه او فعالیتونه په تفصیل سره بیان کړل او د افغانستان له خصوصي سکتور څخه د ملاتړ په برخه کې یې د ایران د دوامداره همکاریو ستاینه وکړه.
نوموړي د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډې پانګونې د فرصتونو د تشریح په ترڅ کې د دواړو هېوادونو د ګټو لپاره له دغو فرصتونو څخه د استفادې په برخه کې د ایران د سکتوری ادارو د لازمو همکاریو غوښتنه وکړه.

ښاغلي کاظمي قومي د دواړو هېوادونو د سوداګریزو اړیکو د اهمیت په بیانولو سره زیاته کړه: د ایران اسلامي جمهوریت هڅه کوي چې د افغانستان، ایران او چین ترمنځ یو نړیوال کنسرسیوم جوړ کړي چې د درې واړو هېوادونو له اقتصادي ودې سره مرسته وکړي.
د یادولو وړ ده، چې د افغان – ایران ګډ اتاق څه د پاسه ۷۰ افغان سوداګر او پانګه وال د ایران ایکسپو په نړیوال نندارتون کې د غرفو د ترلاسه کولو او خپلو سوداګریز محصولاتو نندارې ته د کیښودو په موخه، معرفي کړي دي.

 

سه شنبه، غويي ۱۱مه، ۱۴۰۳