د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د عامل پلاوي مشر ښاغلي سید زمان "هاشمي" د «احمد ندیم حکیمي لمټډ» له مشر ښاغلي احمد ندیم‏‏"حکیمي" او په چین هېواد کې مېشت یو شمېر افغان سوداګرو سره لېدنه کې د یادو سوداګرو د ستونزو حل برخه کې د اتاق د همکاریو په تړاو بحث او تبادل نظر وکړ.
ادامه مطلب...

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رییس ښاغلي " توکل احمد یار" د خپل کار دفتر کې د ټرانسپورټي شرکتونو د ټولنې له رییس ښاغلي "طلا محمد اتمانزي"  او د تازه مېوو یو شمېر سوداګرو سره د لېدنې په ترڅ کې  د هغوی د ستونزو او حل لارو په تړاو خبرې وکړې. دغه ناسته کې د اتاق د مدیره پلاوي غړي ښاغلي خانجان الکوزي هم حضور درلود.

ادامه مطلب...

د تیر (TIR) سیستم چوکاټ کې د کتاي (‏CORRIDOR‏ ‏KTAI) ایران، افغانستان،تاجکستان او قرغیزستان ترمنځ د جاده یي (واټ) د حمل او نقل دهلیز له لارې لومړنۍ ازمایښتي جوپه چې د روان کال د زمري په 6مه نېټه د ایران له دوغارون بندر د افغانستان په لور حرکت وکړ، د سکتوري ادارو سره  په همغږۍ د ګمرکي تشریفاتو پړاوونو طی کولو وروسته  د هرات ولایت والي، د هغه ولایت د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي، د ځمکني ټرانسپورټ د تنظیم رییس، سیمه ایزو چارواکو،د ولایتي شورا استازو،مدني ټولنې او د یو شمیر سوداګرو په حضور کې سه شنبې ورځ د هرات پل پښتون کې پرانستل شو.

ادامه مطلب...

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د عامل پلاوي رییس ښاغلي سید زمان هاشمي په ازبکستان کې د افغانستان سفیر ښاغلي خالد علمي او "تاشکند" کې د افغانستان مېشت سوداګریزې آتشه عارف حیرت سره د ویډیو کنفرانس په بڼه د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا، د ازبکستان له مسیر قزاقستان او نورو هېوادونو ته د افغانستان د صادراتو پرمخ شته ننګونو په تړاو بحث او تبادل نظر وکړ.

ادامه مطلب...

‏د هېواد د عامې روغتيا وزارت د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د تجارتي مرستيال او د «بشیر نوید گروپ» شرکت عمومي مشر ښاغلي خيرالدين مايل احمدي لخوا له عامې روغتيا وزارت سره د ښو اجتماعي او روغتيايي خدمتونو په ځانګړي ډول د بلخ ولايت عامې روغتيا رياست کې له لمر وړانګو مخنيوي په موخه د څپرو نصب کول وستايل.

ادامه مطلب...

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق او د هندوستان د سوداګریزو کمپنیو ګروپ اتاق (IBG) د افغانستان او د هندوستان ممبۍ ښار د سوداګرو د سوداګریز تواصل دوېمه ناسته چې پکې 38 تنو هندي او 40 تنو افغان سوداګرو ګډون درلود د ویډیو کنفرانس په بڼه ترسره شوه.

ادامه مطلب...

مقالات دیگر...