د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د پانګونې مرستيال ښاغلي سلطان محمد "صافي" دوشنبې ورځ د روان کال د وږې مېاشت په درېمه د موبل او فرنيچر د ټولنې له مشر محمد نعيم "رحيمي" او د دې اتحاديې يو شمېر غړو سره د اتاق د غونډو په تالار کې د لېدنې په ترڅ کې د هغوى د ستونزو او حل لارو په تړاو بحث او خبرې وکړې.
ښاغلي "رحيمي" د وارداتي توکو د ګمرکي پړاونو د طى کولو پر مهال ستونزې او فساد، د دې اتحاديي پر توليدي شرکتونو د برښنا د لګښت لوړوالى د اندېښنې وړ وبلل او دغه برخه کې يې له اتاق د همکارۍ غوښتنه وکړه.
سوداګرو د کراچۍ بندر او پاکستان کې د خپلو وارداتي اموالو ځنډ، د پيسو د انتقال ستونزه او همدا راز د هېواد لويو لارو کې بېلابېلې اخاذې د سوداګرو لپاره له جدي ستونزو وبللې او د شته ننګونو حل کې يې د اتاق له همکاريو وغوښته.
د اتاق د پانګونې مرستيال محترم "صافي" د کورنيو توليداتو د ملاتړ ښودلو او د سوداګرو د ستونزو تايېد ترڅنګ، د موبل او فرنيچر د اتحاديي له رييس او غړو وغوښتل چې خپلې ټولې ستونزې په کتبي بڼه د سوداګرۍ او پانګونې اتاق ته وسپاري او ژمنه يې وکړه چې اتاق به ډېر ژر د دوى ستونزې د حل لپاره مربوطه بنسټونو سره شريکې او د حل کولو لپاره به يې هڅې وکړي.
زېرمتون
د افغانستان د سارک سوداګرۍ او صنایعو خونې د مدیره پلاوي غړو او د هېواد د بهرنیو چارو وزارت اقتصادي معین غونډه ترسره شوه
د افغانستان د سارک اتاق محترم مدیره پلاوي غړو خیرالدین "مایل احمدي"، محمد یونس "مهمند"، غلام نبي "عیدي زاده"، جلال الدین "سعید"، عبدالجبار "ساپي"، نظام الدین "تاجزاده"، امیرجان "حیدري"، ظریف "بهارت" او د افغانستان د ښځو د سوداګرۍ اتاق د عامل پلاوې مشرې مېرمن منیژه "وافق" د یکشنبې ورځ د روان کال د وږې مېاشت په دوېمه نېټه د افغانستان د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت له اقتصادي مرستیال ښاغلي میروېس ناب او د دغه وزارت له یو شمېر رییسانو سره ولېدل او د سارک سازمان د ستونزو په تړاو یې بحث او خبرې وکړې.
دې ناسته کې،د افغانستان د سارک اتاق د مدیره پلاوي غړو د بهرنیو چارو وزارت له اقتصادي معین او د دې وزارت مسوولینو سره د سوېلي اسیا د سیمه یېزو اقتصادي همکاریو سازمان (سارک) د دایمي ناستې د نه ترسره کېدو له امله د دغه سازمان په رسمیت پېژندل شویو 24 بنسټونو د جواز نه تمدید، د افغانستان سوداګرو او پانګه والو ته د سارک د کثیرالمسافرت ویزې د سټیکر عدم صدور او همدا راز په افغانستان کې د سارک سازمان د صنعتي پارک جوړېدو وړاندیزونه شریک او د همکاریو غوښتنه وکړه.
ښاغلي "ناب" د افغانستان د سارک اتاق د مدیره پلاوي غړو له لوري د مطرح شویو ستونزو له اورېدو وروسته، ژمنه وکړه چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق سره په همکارۍ به موجوده ستونزې حل کړي.
د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د عامل پلاوي رییس د ویډیو کنفرانس له طریق سعودي عربستان کې د افغانستان له سفیر سره د ګډو همکاریو په تړاو خبرې وکړې
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د عامل پلاوي مشر ښاغلي سید زمان هاشمي، د پنجشنبې ورځ د روان کال د زمري په 30مه نېټه سعودي عربستان کې د افغانستان سفیر ښاغلي احمد جاوید مجددي سره د ویډیو کنفرانس په بڼه له هغه هېواد سره د سوداګریزو اړیکو د پراختیا او مشترکو همکاریو په تړاو بحث او خبرې وکړې.
د قالینو د اتحادیې او ټولنې مسوولینو او غړو د اتاق د پانګونې مرستیال سره د خپلو ستونزو په تړاو خبرې وکړې
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مدیره پلاوي د پانګونې مرستیال ښاغلي سلطان محمد صافي د غالیو د اتحادیې او ټولنې له مسوولینو او غړو سره د اتاق د غونډو په تالار کې کې ولېدل او د قالینو د سکتور په شته ستونزو یې بحث او خبرې وکړې.
دغه ناسته کې، د غالۍ سوداګرو او تولید کوونکو او د تار او وړۍ صادروونکو هندوستان ته د غالیو تار او وړۍ د صادراتو قسمت او همدا راز د غالیو صادراتو برخه کې خپلې شته ستونزې مطرح او د هغې د حل لپاره یې خپل مشخص وړاندیزونه او نظرونه هم وړاندې کړل.
ښاغلي صافي د غالۍ تار د صادروونکو، د غالیو تولید کوونکو او صادروونکو د ستونزو او وړاندیزونو له اورېدو وروسته خپل نظر څرګند کړ او ټینګار یې وکړ چې د ملي ګټو په پام کې نېولو سره او د دواړو لورو د معقول غوښتنو او وړاندیزونو وروسته د مربوطه ارګانونو لخوا داسې تصمیم ونیول شي څو، له یوې خوا د قالینو د تار او وړۍ تولید کوونکو او صادروونکو ته زیان ونه رسیږي او له بل لوري د غالیو د تار او وړۍ صادرات د غالیو پر تولید کوونکو او صادروونکو منفي اغیز ونه کړي او په کور دننه د غالۍ تولید کوونکي د خامو موادو له کمښت سره مخ نه شي.
نوموړي زیاته کړه: په هغه صورت کې چې د غالیو تولید کوونکي حاضر وي،چې هېواد کې د غالۍ تولید شوي تار او وړۍ وپېري او خپل تولیداتو کې یې مصرف کړي او داخلي تار او وړۍ ته لومړیتوب ورکړل شي له دې سره به داخلي تار وکارول شي او هم به د کورنیو غالیو تولید او صادرات زیانمن نه شي.
د رخت او لباس یو شمېر واردوونکو سوداګرو له ښاغلي خان جان الکوزي سره د خپلو ستونزو په تړاو خبرې وکړې
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مدیره پلاوي غړي او د اتاقونو د فدراسیون د سوداګرۍ او پانګونې مرستیال ښاغلي خان جان الکوزي د رخت او پوښاک یو شمېر سوداګرو سره د اتاق د غونډو تالار کې ولېدل او د هغوی په ستونزو یې بحث وکړ.
دغه ناسته کې، سوداګرو د چین هېواد د ویزې نه ترلاسه کېدو،پاکستان کې د سوداګریزو توکو د توقف شویو موټرو څخه د مالیاتي جریمو اخیستنې،په ټرانزیټي او ټرانسپورټي موټرو کې د رد یابۍ آلې نصب او په پاکستان کې د سوداګریزو توکو لېږدوونکو موټرو سل سلنه سکن ستونزې او همدا راز د چابهار بندر ننګونې او د پيسو انتقال ستونزو په تړاو خبرې وکړې او د خپلو ستونزو حل کې یې د اتاق د همکاریو غوښتنه وکړه.
ښاغلي الکوزي د سوداګرو د ستونزو له اوریدو وروسته له هغوی وغوښتل چې خپلې ستونزې په لیکلې بڼه اتاق ته وسپاري او ژمنه یې وکړه چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق به د دوی ستونزې له اړونده حکومتي بنسټونو سره شریکې کړي او هڅې به وکړي چې د سوداګرو یادې شوې ستونزې حل کړي.
یکشنبه، د زمري 26مه 1399
د رخت او پوښاک واردوونکو سوداګرو ټولنې د اتاق له مشرتابه سره د خپلو ستونزو په تړاو خبرې وکړې
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي محترمو د مدیره پلاوي لومړي مرستیال محمد یونس مهمند، سوداګریز مرستیال خیرالدین مایل احمدي، مالي رییس شیرین اغا سخي او د اتاق د مدیره پلاوي غړي او د افغانستان د خونو فدراسیون د سوداګرۍ او پانګونې مرستیال خان جان الکوزي د رخت او لباس د اتحادیې له مشر او د دغه سکتور له یو شمیر واردوونکو سوداګرو سره د اتاق د غونډو په تالار کې د هغوی په ستونزو بحث او خبرې وکړې.
دغه ناسته کې د رختونو او لباس واردوونکو سوداګرو چې څور ورځې وړاندې یې له ښاغلي الکوزي سره خپلې ستونزې مطرح کړې وې د اتاق مشرتابه سره ، د چین هېواد د ویزې نه ترلاسه کېدو،پاکستان کې د سوداګریزو توکو د توقف شویو موټرو څخه د مالیاتي جریمو اخیستنې، پاکستان کې د نورو ټرانزیټي او ټرانسپورټي ستونزو او همدا راز د چابهار بندر ننګونې او د پيسو انتقال ستونزو او همدا ډول د افغانستان ګمرکونو کې د دوی ستونزو دوام مطرح کړ او د حل برخه کې یې د اتاق د همکاریو غوښتنه وکړه.
ښاغلي "مهمند" د سوداګرو د ستونزو له اوریدو وروسته ژمنه وکړه چې د سوداګرۍ او پانګونې اتاق به د دوی ستونزې له اړونده حکومتي بنسټونو سره شریکې او هڅې به وکړي چې د سوداګرو ستونزې حل کړي.
ښاغلي "مایل احمدي" ګمرکونو کې شته ستونزې تائید کړې او سر بېره پر دې چې د ګمرکونو قوانینو سره یې د سوداګرۍ عیار کولو غوښتنه وکړه د اتاق له لوري یې له اړوند حکومتي ارګانونو سره د سوداګرو د شته ستونزو د حل کولو ډاډ هم ورکړ.
.ښاغلو خان جان "الکوزي" او شیرین آغا "سخي" هم د مالیاتي تصفیې قسمت، د بانکي سټاټمنټ موضوع او سوداګرو د ستونزو حل په تړاو خبرې وکړې او د سوداګرو د مطرح شویو ستونزو د حل لپاره یي له اړونده حکومتي ادارو سره د اتاق او سوداګرو ترمنځ په ګډې همکارۍ ټینګار وکړ.