پاکستان ته د افغان سوداګریز پلاوي سفر د پاکستان د خیبرپختونخوا دحکومتي او خصوصی سکتور استازو سره ناسته

د افغانستان او پاکستان د ګډې سوداګرۍ او صنایعو خونې د رهبرۍ غړو او یو شمیرافغان سوداګرو پاکستان هیواد ته په سوداګرۍ کې د یو لړ ستونزو د حل په موخه سفر وکړ چې پدغه سفر کې یی نن د پاکستان دحکومتي او خصوصی سکتور استازو سره په پیښور ښار کې غونډه ترسره کړه.
 
یادې غونډې چې د (CRSS)، (OESP) موسیسو او د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې لخوا تنظیم شوي موخه یی د دواړو هیوادونو ترمنځ په سوداګرۍ او ترانزیت کې یو نوې باب پرانیستل دي.
 
د افغانستان له اړخه د افغانستان او پاکستان د ګډې سوداګرۍ اوصنایعو خونې د مدیره پلاوي رئیس محترم خان جان الکوزی، د افغانستان دسوداګرۍ او پانګونې خونې دمدیره پلاوي مرستیال او د ګډې خونې د مديره پلاوي غړې محترم سلطان محمد صافی، دننګرهار دسوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړې او د ګډې خونې سلاکار محترم ډاکټرمخلص احمد، د ګډې خونې د مدیره پلاوي غړې محترم اجمل صافی، د ننګرهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې غړې محترم بازمحمد افسرزۍ، د ګډې خونې سلاکار محترم ببرک اکبري او د ګډې خونې د عامل رئیس محترم نقیب الله صافی ونډه واخیسته.
 
همدارنګه د پاکستان د صوبایی حکومت استازی محترم جاوید خټک په شمول دګمرکاتو، عوایدو، ترانزیت اداراتو استازي د سرحد د سوداګرۍ خونى ، دسوداګریزو خونو فدارسیون استازو، ژونالستانو او اقتصاد پوهان هم موجود وو.
 
غونډه کې په لاندې ستونزو او فرصتونو مفصل بحث ترسره شو:
• د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اپتا نوی تړون او د یاد تړون د مذاکراتو دوباره پیلول چې تر ۹۰ سلنه کار پرې شوې دی نو په همدې اساس باید ژر ترژره د یاد تړون سرنوشت معلوم کړل شي ترڅو ترانزیت کې ستونزې حل شي.
• د تورخم او غلام خان بندرونو باندې د لاریو بیروبار سوداګري د خنډ سره مخ کړې باید یوه منظمه دوه اړخیزه کمیټه به جوړه شي او د خصوصی سکتور استازي باید پکې وجود ولري او د ولاړو ټرکونو د تګ راتګ لپاره به ژر ترژره لاس په کار شي.
• د غیر قانوني اخاذیانو خلاف باندې به د خیبرپختوخوا صوبایی حکومت ژرتر ژره اجرات وکړي>
• د تورخم او نور بندرونه باید د خلکو پرمخ خلاص کړل شي خصوصا افغان مریضانو او سوداګرو لپاره.
• افغان ټرکونو ته به یو میکانیزم جوړیږي ترڅو د غلام خان بندر د لارې د پاکستان نورو ښارونو ته مالونه انتقال کړي ځکه چې اوسمهال د غلام خان په بندر کى افغان لاریو ته اجازه نه ورکول کیږي تر څو د پاکستان هيواد ښارونو ته مالونه يوسي.
• دوه اړخیزه ترجهی سوداګرۍ تړون (PTA) باید ژر ترژر امضا کړل شي ترڅو د دواړو خواوو څخه په یو تعداد تازه ميوه جاتو او سبزيجاتو باندې تعرفه کمه او یا صفر کړل شي.
• د محلي سوداګرۍ لپاره باید په بندر باندې نورې لارې خلاصي کړل شي ترڅو محلي سوداګرۍ پرمختګ وکړي او د تورخم او سپین بولدک بندرونو باندې بیروبار کم شي.
• دوه اړخيزه رسنیو او ځوانانو ترمنڅ باید ګډه خونه او موسسی اقتصادي پروګرامونه جوړ کړي ترڅو د اعتماد سازۍ فضا رامینځ ته شي.
• د پاکستان لخوا د سیلزټیکس ختمول وستایل شول او زیاته کړل شوه چې دا ټیکس د افغانستان په مڼو باندې تراوسه وجود لري باید ژر تر ژره لیرې کړل شي.
• طبی سیاحت او بانکی اړیکو باندې باید کاروشي ترڅو دواړه هیوادونو طبی ادارات او بانکی سیستم د یو بل سره اړیکې پیاوړي کړي.
• او داسې نورې ستونزې هم د بحث لاندې ونیول شوې.
 
دمجلس څخه وروسته افغان سوداګریز پلاوې د پیښور د رسنیو مرکز ته ولاړل او هلته یی د افغانستان کې د اقتصادی بدلونونو او فرصتونو په اړه رسنیو سره خبرې او بحثونه ترسره کړل.