د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق رهبری پلاوي د خامو توکو یو شمیر واردوونکو سره لیده کاته وکړل

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د مدیره پلاوي غړي ښاغلي خان جان الکوزي، د عامل پلاوي مالي او اداري مرستیال ښاغلي میرویس هوتک، د صنعت او کسبګرو اتاقونو مدیر پلاوو د خامو توکو یو شمیر واردوونکو سره د لیدنې په ترڅ کې د هغوی د شتو ستونزو په اړه خبرې اترې وکړې.
 
ښاغلي مهمند ګډونوالو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، د بندرونو وضعیت په اړه اندیښنه څرګنده کړه او ویې ویل چې جګړه باید په هیواد کې د خامو توکو بیې لوړېدو لامل نه شي؛ ځکه چې د خامو موادو د قیمت په لوړېدو سره، د هیواد اوسیدونکي زیانموي.
 
نوموړي زیاته کړه چې افغان حکومت او طالبان باید د هیواد په بندرونو کې د خامو موادو سوداګرو لپاره ستونزې رامینځته نه کړي ترڅو د هیواد اوسیدونکي د خامو موادو لوړې او ننګونو سره مخ نشي.
 
ښاغلي مهمند هيله څرګنده کړه چې د افغانستان خلک به وکولاى شي د يووالي او خواخوږۍ سره شته ستونزې هوارې کړي.
 
ښاغلي الکوزي د خامو موادو صادروونکو ستونزو په اړه اندیښنه څرګنده کړه او ویې ویل چې د هېواد په بندرونو کې نا امنۍ په کتو حکومت باید د خامو موادو ګمرکي محصول د دری میاشتو لپاره معاف کړي.
 
ښاغلي الکوزي دا هم وویل چې د خامو موادو سوداګر باید ژمنه وکړي چې دوی به د خامو موادو لکه: اوړو، غوړیو، بورې، چای او یو شمیر نورو توکو بیې نه لوړوي.
 
هغه په دې ناسته کې پر شته سوداګرو هم غږ وکړ چې د کورنیو تولیداتو د زیاتوالي په برخه کې ګړندي ګامونه پورته کړي ترڅو د هیواد اوسیدونکي د خامو موادو د کمښت له ستونزو سره مخ نشي.
 
د کسبګرو او صنعت اتاقونو مسؤلینو او د خامو موادو واردوونکو د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق څخه د لازمو آسانتیاوو رامنځته کولو په برخه کې مننه وکړه او د دری میاشتو لپاره د ګمرکي محصول معاف کولو په برخه کې يې د اتاق د دریځ ملاتړ وکړ.
 
دوی په بندرونو کې د اوسني وضعیت او د دوی د سوداګریزو توکو د بندیدو په اړه اندیښنه څرګنده کړه او په ښکېلو خواو یې غږ وکړ چې هیواد ته د خامو موادو واردوونکو لپاره ستونزې رامینځته نکړي ترڅو د هیواد اوسیدونکي له کومې ستونزې سره مخ نشي.
 
د غونډې په پای کې، موافقه وشوه چې د یادو ستونزو د له منځه وړلو په موخه د مالیې وزارت او نورو اړونده ارګانونو سره همغږي وشي او د حل مناسبې لارې چارې ورته ولټول شي.