د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګریزو اړیکو په پار آنلاین ناسته ترسره شوه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د مدیره پلاوي پانګه اچونې مرستیال ښاغلي سلطان محمد صافي، د سوداګرۍ او صنعت وزارت استازي، د ایران د سوداګریزې پراختیا سازمان عمومي رئیس او د وزیر مرستیال ښاغلي حمید زادبوم، په افغانستان کې د ایران میشت سفیر ښاغلي بهادر امینیان، په ایران کې د افغان میشت سفیر مرستیال ښاغلي عبدالقیوم سلیماني، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عامل پلاوي مالي او اداري مرسیتال ښاغلي میرویس هوتک او د هرات – مشهد سوداګریزو اتاقونو مدیره پلاوو د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پراختیا په پار جوړه شوې آنلاین ناسته کې ګډون وکړ.
 
پدې آنلاین ناسته کې، دواړو لورو د دواړو هیوادونو تر منځ د اوږدمهاله سوداګریزو اړیکو، د سوداګرۍ پیاوړتیا او پراختیا، په افغانستان کې د ایراني پانګه اچوونکو پانګه اچونو او په ایران کې د افغان پانګوالو پروړاندې د شتو ستونزو په اړه خبرې اترې وکړی او په له منځه وړلو يې ټینګار وکړ.
 
ښاغلي مهمند د خصوصي سکتور په استازیتوب ګډون کوونکو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، د ایراني پلاوي څخه ددی آنلاین ناستې جوړولو په پار مننه وکړه. او همدارنګه يې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو، دیني، سیاسي، او اقتصادي اړیکو د ژورتیا په اړه خبرې وکړی او د سوداګریزو اړیکو په پراختیا يې ټینګار وکړ.
 
ښاغلي مهمند زیاته کړه "افغانستان په تیرو ۲۰ کلونو کې د ډیرو کړاوونو تجربه کولو وروسته، له نیکه مرغه د فرصتونو په ښار بدل شوی دی. د نړیوالو شمیرنو پر بنسټ افغانستان د ۳ تریلیونه ډالرو په ارزښت قیمتي ذخیرې لري. او د موقعت له نقطه نظره، د وریښمو له لارې افغانستان د مرکزي او جنوبي آسیا او آسیا او اروپا نښلونکی هېواد ګڼل کیږي. د سوداګریزو او پانګه ایزو ریفورمونو او لازمو آسانتیاوو رامنځته کولو په برخه کې په نړیواله کچه، لوړ ځای لري چې د بهرنۍ پانګه اچونې د جذب سبب ګرځیدلی دی."
 
ښاغلي مهمند د خپلو خبرو په اوږدو کې، دغه آنلاین ناسته د ګډو پانګه اچونو، د اقتصادي پیاوړتیا، د صادراتو او وارداتو کچې ډیروالي، د هوايې لارې بیا پرانستې او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو سفرونو په برخه کې د لازمو آسانتیاوو رامنځته کولو لپاره یو ښه فرصت وباله او هیله يې څرګنده کړه چې دغه آنلاین ناسته به د ایراني او افغاني سوداګرو ترمنځ د سوداګریزو تړونونو سبب وګرځي.