د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د عامل پلاوي سرپرست رئیس د روشن مخابراتي شرکت له عمومي رئیس سره لیده کاته وکړل

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي شفیق الله عطايې او د اتاق د مدیره پلاوي غړي عصمت الله وردګ د روشن مخابراتي شرکت له عمومي رئیس ښاغلي نور عالم حکیم یار سره د لیدنې په ترڅ کې د اړوندو حکومتي ادارو سره د روشن مخابراتي شرکت په شتو ستونزو خبرې اترې وکړی.
 
ښاغلي نور عالم حکیم یار د روشن مخابراتي شرکت په لاره کې د پرتو ستونزو یادولو ترڅنګ، د (ATRA) ادارې په وروستیو کړنو نیوکه وکړه او زیاته يې کړه چې د نوموړې ادارې کړنې د روشن مخابراتي شرکت په فعالیتونو کې د خنډ لامل ګرځي او یو لړ ستونزې يې هم رامنځته کړي دي.
 
ښاغلي حکیم یار په ۲۰۱۷ زیږدیز کال کې د روشن په مرکزي دفتر باندی ترهګر برید یادولو ترڅنګ زیاته کړه " د حکومت لخوا شوې ژمنې ندي پوره شوي او حکومت د هغې تیرو پریکړې سره سم عمل نه کوي چې په قسط وار شکل خپله باقیداري روشن شرکت ته ورکړي بلکه په روشن دفتر فشار واردوي چې د حکومت باقیداري ورکړي."
 
نوموړي د خپلو خبرو په دوام کې وویل چې په ۲۰۲۰ زیږدیز کال کې روشن مخابراتي شرکت حکومت ته ۳.۴ میلیارده افغانۍ تادیه کړي دي چې د حکومت د عوایدو ۲۰ سلنه تشکیلوي.
 
ښاغلي حکیم یار د روشن مخابراتي شرکت ستونزو د حل او حق غوښتنې په برخه کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د همکارۍ غوښتنه وکړه.
 
ښاغلي عطايې ښاغلي حکیم یار ته د ښه راغلاست ویلو او د روشن مخابراتي شرکت ستونزو اوریدو وروسته وویل "د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د روشن مخابراتي شرکت ستونزې د چارو ادارې له اړوندې څانګې سره شریکې کړي ترڅو هغوی يې د جمهوري ریاست سره شریکې او د حل لارې ورته ولټوي او همدارنګه یادې ستونزې يې د ولسي جرګې د مواصلاتو او مخابراتو کمیسیون سره هم د له منځه وړلو په موخه شریکې کړي دي."
 
ښاغلي عطايې مخابراتي شرکتونه په هېواد کې تر ټولو ستر پانګه اچوونکي وبلل او زیاته يې کړه چې نوموړي شرکتونه نه یواځې داچې خلکو ته مخابراتي خدمتونه وړاندی کوي بلکه هېواد ته ډیر زیات عواید هم راوړي.
نوموړي ژمنه وکړه چې اتاق به د روشن مخابراتي شرکت د ستونزو په له منځه وړلو کې خپلې هیڅ ډول مرستې او همکارۍ ونه سپموي.
 
ښاغلي عصمت الله وردګ په هېواد کې د مخابراتي شرکتونو ارزښت ته د اشارې کولو ترڅنګ، زیاته کړه "موږ ژمنه کوو چې اتاق به د روشن مخابراتي شرکت د ستونزو په له منځه وړلو او حق غوښتنې په برخه کې خپل ټول امکانات په کار واچوي او د نوموړي شرکت د ستونزو هواري لپاره به کوټلي ګامونه پورته کړي."