د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي د ولسي جرګې د (د طبعي سرچېنو ژوند چاپیرېال، انرژۍ، اوبو او د اراضي ادارې) کمېسیون په غونډه کې ګډون وکړ

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رئیس ښاغلي توکل "احمد یار"،  او د اتاق د عامل پلاوي رئيس ښاغلي سید زمان "هاشمي" د ولسي جرګې د (طبعي سرچېنو، ژوند چاپیرېال، انرژۍ ، اوبو او د اراضي) کمېسیون غونډه کې چې د دغه کمیسیون د رئیس ښاغلي جاوید جیحون په مشرۍ  جوړه شوې وه ګډون وکړ او د هایدرو کاربنونو او د نفت او ګازو د تنظیم ادارې په اړه یې د هېواد  خصوصي سکتور ننګونو په تړاو بحث وکړ او دغه کمېسیون سره یې خپل وړاندیزونه هم شریک کړل.

دغه غونډه کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت نوماند او سرپرست ښاغلي نثار احمد غوریاني ، د کانونو او پطرولیم وزارت د پالېسۍ مرستیال او د نفتي توکو د تصدۍ رئيس هم ګډون درلود.
محترم "احمد یار" نفتي موادو او تجارتي توکو د تولید، صادراتو او وارداتو او بازار ته یې د عرضې برخه کې خبرې وکړې او دغه برخه کې یې د خصوصي سکتور د ونډې د غښتلتیا غوښتنه وکړه. نوموړي د جوازونو صدور، پالېسي جوړونې، کنټرول او نرخونو ټاکلو کې د یوې ادارې لخوا تمرکز او انحصار ستونزې جوړونکی وباله او غوښتنه یې وکړه چې دغه برخه کې ټول قوانین او پالیسي د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق سره په مشوره جوړې شي ترڅو عملي کیدل او پلي کیدل یې له ستونزو سره مخ نه شي.

د اتاق د عامل پلاوي رئیس ښاغلي "هاشمي" د نفت او ګازو قانون چې بعضې ادارو ته یې له حد زیات صلاحیتونه ورکړي او ځېنې نورې ادارې بیا بې واکه کړي دي، د پانګونې د نړیوالو اصولو او پرنسیپونو سره ټکر کې وباله زیاته یې کړه، چې دغه پروسې دوام د ګټو تضاد رامنځته کړی چې په پایله کې یې سوداګر او شرکتونه له پانګونې زړه تورې کړي او د اقتصادي ځوړ لامل به شي.

محترم جاوید "جیحون"، د اتاق د مشرتابه د نظریاتو او وړاندیزونو له اوریدو وروسته، ژمنه وکړه چې تر دې وروسته به د ولسي جرګې د (طبعي سرچېنو ژوند چاپیرېال، انرژۍ، اوبو او د اراضي ) کمېسیون، د سوداګرۍ او پانګونې اتاق نظرونه او وړاندیزونه په پام کې نیسي او د اړوند حکومتي ادارو چارواکو سره به یي هم شریکوي او هېواد کې د پانګونې د پراختیا په موخه د اتاق وړاندیزونو ته جدي پاملرنه وکړي.

همدا راز کمېسیون فیصله وکړه ترڅو، اړوند ادارې د دې موضوع په تړاو همغږي ډیره کړي او بېلابېلو  استازو تخنیکي کمېټه جوړه شي ، د هایدرو کاربنونو قانون( د نفت او ګاز قانون) او د هغې مختلفو اړخونو په تړاو په تخصصي توګه کار وکړي او د ګډ تفاهم لمخې یې کمېسیون ته راپور وړاندې کړي.