د متحده اماراتو دوبۍ ښار کې، په افغانستان کې د پانګونو د جلب په موخه د پانګونې او د خصوصي او عامه سکتور د خبرو اترو کنفرانس ترسره شو

د متحده اماراتو دوبۍ ښار کې، په افغانستان کې د پانګونو د جلب په موخه د پانګونې او د خصوصي او عامه سکتور د خبرو کنفرانس د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مدیره پلاوي د پانګونې مرستیال ښاغلي سلطان محمد صافي، د اتاق د عامل پلاوي مشر ښاغلي سید زمان هاشمي او د اتاق د عامه اړیکو رئیس ښاغلي محمد امین بابک، د حرکت ادارې رئیس، د افغانستان حکومت یو شمېر سکتوري وزیرانو، د افغانستان د مالي ملاتړ کوونکو بنسټونو استازو په ځانګړې توګه نړیوال بانک او اسیایي پراختیا بانک استازو او له 200 ډېرو داخلي او نړیوالو پانګه په ګډون د 1399د وږي میاشت په 23مه او 24مه  دوبۍ ښار کې ترسره شو.

دغه کنفرانس د حرکت ادارې په نوښت د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق او خصوصي سکتور، دولتي او نړیوالو مالي ملاتړو بنسټونو په همکاریو ترسره شو.
د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مدیره پلاوي د پانګونې مرستیال ښاغلي سلطان محمد صافي، په خپلو خبرو او د پنلونو په  ترڅ د کنفرانس ګډونوالو ته افغانستان کې د پانګونې شته فرصتونه او ننګونې توضیح کړې، د خصوصي سکتور وړاندیزونه او طرحې یې شریکې کړې چې د ګډونوالو د پام وړ وګرځېدلې.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د عامل پلاوي رئیس ښاغلي سید زمان هاشمي چې غونډه کې د اتاق په استازیتوب خبرې کولې، د غونډې برخه والو ته افغانستان کې د پانګونې اړوند فرصتونو او ننګونو، د شته ننګونو د حل لارو او همدا راز د اتاق له لورې ترسره شویو اقدماتو معلومات وړاندې کړل او د پانګونې د جلب په تړاو یې د اتاق مشخصې طرحې هم بیان کړلې.

د اتاق د عامل پلاوي رئيس دغه ډول کنفرانسونو جوړول د اقتصادي پراختیا لپاره ګټور وبلل، د اقتصادي انکشاف برخه کې یې  د خصوصي سکتور، حکومت او نړیوالې ټولنې همکارۍ مهمې وګڼلې. هغه زیاته کړه: هغه پروژې چې دې ناسته کې پر هغو بحث کیږي، په پایداره اقتصادي وده کې به حیاتي نقش ولري چې د خصوصي سکتور ونډه کولای شي پروژې عملآ تحقق پیدا کړي.

ښاغلي هاشمي، ټولو هغو پانګه والو ته چې غواړي په دغو پروژو کې ونډه واخلي د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق له لورې د لازمو همکاریو ډاډ ورکړ.
د حرکت ادارې مشر ښاغلي نورعالم حکیمیار، په دغه کنفرانس کې د خصوصي سکتور، نړیوالو سازمانونو او مالي بنسټونو پراخ ګډون څخه د مننې او قدردانۍ ترڅنګ، له شل پروژو یادونه وکړه چې ټاکل شوې هر یو یې له 200 تر 300 میلیونو ډالرو په ارزښت عملي شي. هغه زیاته کړه، دا کنفرانس په همدې موخه جوړ شوی ترڅو، په دغو پروژو کې د پانګونو ننګونې وڅېړل شي او د خصوصي او عامه سکتور ترمنځ د مخامخ بحثونو زمینه مساعد شي.

.دغه کنفرانس کې، د خصوصي او عامه سکتور د مخامخ خبرو سربیره، د افغانستان له شل ډېرو اقتصادي پروژ په تړاو بحث وشو چې ټاکل شوې پکې د څلور میلیارد ډالرو په ارزښت پانګونه وشي.
په کنفرانس کې مطرح شوو پروژو کې، د انرژۍ، زراعت، ټرانسپورټي زیربنا او صنایع سکتورونه شامل دي.