د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي او د رخت او لباس یو شمېر واردونکو سوداګرو د هېواد د بهرنیو چارو وزارت اقتصادي معین او کابل کې د چین د خلکو جمهوریت سفیر سره ولیدل او د سوداګرو په ستونزو یې ورسره خبرې وکړې

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي غړو محترمو د مدیره پلاوي لومړي مرستیال محمد یونس "مومند"، د مدیره پلاوي سوداګریز مرستیال ‏خیرالدین "مایل احمدي"، د مدیره پلاوي د پانګونې مرستیال ‏سلطان محمد ‏‏"صافي"، د مدیره پلاوي د دارالانشاء رئیس خان ‏محمد "سرفراز باز"، د مدیره پلاوي مالي رئیس شرین آغا "سخي"، د مدیره پلاوي غړو ضیاءالدین ‏‏"اڅکزي" او ‏جان آقا "صادقي" او د رخت او پوښاک یو شمېر واردونکو سوداګرو د بهرنیو چارو وزارت له اقتصادي مرستیال محترم میرویس ‏‏"ناب" او کابل کې د چین سفیر ښاغلي "وانگ یو" سره لېدنه کې د سوداګرو په شته ستونزو او حل لارو خبرې وکړې.

دغه ناسته چې د بهرنیو چارو وزارت کې جوړه شوې وه، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي غړو د سوداګرو د ستونزو په تړاو یادونه وکړه چې چین هېواد کې اقامت لري یا هغه هېواد کې تجارتي دفترونه لري او د کرونا ویروس د خپریدو له امله افغانستان ته راغلي و او اوس بېرته هغه هېواد ته د ورتګ او د خپلو سوداګریزو کارونو د بیا پېل غوښتونکي دي.

د اتاق د رهبرۍ غړو ټینګار وکړ، چې دا سوداګر د کرونا ویروس د خپریدو او د چین دولت له لوري د ویزو د نه ترلاسه کولو له امله تر اوسه پورې بېرته چین هېواد ته د ورتللو اجازه نلري او له دې کبله له سختو ستونزو سره مخامخ دي.دوی د شته ستونزو حل کې د چین سفارت د همکاریو غوښتنه وکړه.

ښاغلو محمد یونس "مومند"، خیرالدین "مایل احمدي" او سلطان محمد "صافي" هر یو په خپل نوبت  د سوداګرو ستونزو اوریدو په موخه د هېواد بهرنیو چارو وزارت ته د چین د سفیر تشریف ور وړلو او د سوداګرۍ او پانګونې اتاق سره د یاد سفارت له ښو همکاریو مننې او قدردانۍ ترڅنګ د افغانستان او چین ترمنځ د سوداګرۍ د اهمیت، د  ګاونډیتوب ښو اړیکو، د دواړو هېوادونو  ترمنځ د دوستانه مناسباتو او د چين او افغانستان ترمنځ د هوايي دهليزونو  د اهميت په تړاو  خبرې وکړې او د دوو هيوادونو  ترمنځ د تجارتي او اقتصادي اړيکو پراختيا لپاره يې د ځمکني دهليز جوړولو ټينکار  وکړ.

د اتاق رهبرۍ چين هېواد کې د ميشت افغان سوداګرو ستونزې چې د کرونا ويروس شيوع له امله يي د هغه هېواد ويزې نه دې اخستې او له څو مياشتو راهيسې کابل کې بند پاتې دي او ندې توانېدلي چې د خپلو سوداګريزو چارو د بيا پېل لپاره چين ته سفر وکړي؛ ډېر جدي وبللې او دغه برخه کې يې د چي د سفير د همکاريو غوښتنه وکړه.
په همدې ترتيب ګډونوالو سوداګرو چين ته د خپلو سوداګريزو فعاليتونو په موخه د ورتګ اجازې نه ترلاسه کېدو ستونزو په هکله خبرې وکړې او هيله يې وکړه چې کابل کې د چين سفير به د شته ستونزو حل کې همکاري وکړي.

د بهرنيو چارو وزارت اقتصادي معين ښاغلي ميروېس "ناب" د چين او افغانستان ترمنځ د ښو سوداګريزو او اقتصادي اړيکو يادونه وکړه، زياته يې کړه: د چين د خلکو جمهوريت له کلونو را په ديخوا زموږ له خلکو سره بېلابېلو برخو کې  مرستې او همکارۍ کړي دي. نوموړي اوس وخت کې د افغان سوداګرو لويه ستونزه  د چين د ويزو نه تر لاسه کېدل ياد کړل او تمه يې وښوده چې کابل کې د چين  سفارت د افغان سوداګرو شته ستونزو حل کې جدي همکاري وکړي.

کابل کې د چين سفير ښاغلي «وانگ یو» د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مشرتابه لخوا د مطرح شويو ستونزو له اوريدو وروسته ژمنه وکړه  چې د افغان سوداګرو د ويزو ستونزه په خاص توګه د هغو سوداګرو ويزې او سفر چې 600 کسيز نوملړ کې شامل دي همکاري وکړي.

سفير همدا راز ډاډ ورکړ،چې د يادو شوو سوداګرو  لېست به د خپل هېواد د ادارو مسوولينو ته وسپاري او هڅه کوي چې د چين هر ولايت کې مېشت سوداګرو ستونزې په همغه ولايت کې حل شي.

یکشنبه، 16 وږي 1399‏