د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د عامل پلاوي مشر چین هېواد کې میشت یو شمېر افغان سوداګرو سره لېدنه کې د هغوی په ستونزو او د اتاق همکارۍ په تړاو خبرې وکړې

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د عامل پلاوي مشر ښاغلي سید زمان "هاشمي" د «احمد ندیم حکیمي لمټډ» له مشر ښاغلي احمد ندیم‏‏"حکیمي" او په چین هېواد کې مېشت یو شمېر افغان سوداګرو سره لېدنه کې د یادو سوداګرو د ستونزو حل برخه کې د اتاق د همکاریو په تړاو بحث او تبادل نظر وکړ.

ښاغلي ‏‏"حکیمي" په چین هېواد کې د مېشت سلګونو افغانانو په استازیتوب د خپلو ستونزو حل کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق همکاري په ځانګړې توګه د هغو افغان سوداګرو د ویزې او نورو ستونزو حل کې د اتاق همکارۍ وستایلې چې چین هېواد کې سوداګریز دفترونه یا تجارتي اقامه لري او اوس د خپلو کارونو په موخه افغانستان ته راغلي دي.

نوموړي وویل،چین هېواد کې د کرونا ویروس د ګواښ لمنځه تلو او دغه برخه کې د اتاق همکاریو سره،اوس دوی ته هغه هېواد ته د بېرته ورتګ اجازه ورکړل شوې او په دې باره کې یې د اتاق د لا ډیرو همکاریو غوښتنه وکړه.

ښاغلي "هاشمي" د کرونا ویروس سره د مبارزې په موخه د هېواد عامې رغتیا وزارت ته چین هېواد کې د مقیم افغان سوداګرو لخوا د طبي تجهیزاتو د رالیږلو د مننې او ستایلو ترڅنګ، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق فعالیتونه د خصوصي سکتور په ځانګړې توګه د سوداګرو او پانګه والو د استازي په حیث یاد کړل او چین هېواد ته د سوداګرو د بیا ورتګ په رابطه چین کې د افغانستان سفارت او د هېواد د بهرنیو چارو وزارت سره په همغږۍ د اتاق له هر ډول همکاریو ژمنه وکړه.
 
چهارشنبه،زمري 22 مه 1399‏