د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي د سوپر کولا تولیدي شرکتونو له تاسیساتو څخه لیدنه وکړه

د افغانستان د وسوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند په داسې حال کې چې د اتاق دارلانشاء رئیس ښاغلي خان محمد سرفراز باز او د کابل سوداګرۍ اتاق لومړي مرستیال ښاغلي احمد شاه حکیمي یې ملتیا کوله د سوپر کولا تولیدي شرکتونو له تاسیساتو څخه لیدنه ترسره او د دې ټولګې له رئیس محترم عبدالطیف قناویزیان سره د دوی د فعالیتونو، تولیدي ظرفیت او شته ستونزو په اړه بحث او خبرې وکړې.
 
ښاغلي قناویزیان د اتاق مشرتابه پلاوي ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، د سوپر کولا تولیدي شرکت د بیلابیلو تولیدي برخو په اړه مفصل معلومات وړاندې کړل او زیاته یې کړه چې سوپر کولا تولیدي شرکتونو ډله په دوه جلا پړاوونو کې لکه: د معدني اوبو تولید، مختلف ډول مشروبات، جوس، انرژي او د لبنیاتو تولید فعالیت کوي چې د ۸۰۰ څخه زیاتو کسانو لپاره یې د کار زمینه برابره کړې ده.
نوموړي د بریښنا کمښت د شرکت یوه اساسي ستونزه وبلله او د اتاق له مشرتابه یې وغوښتل چې د اړوندو ادارو سره په همغږۍ کې د دې ستونزې په حل کې مرسته وکړي.
ښاغلي مهمند، د سوپر کولا تولیدي شرکتونو د رئیس او مسئولینو د ستونزو او پلانونو اوریدلو وروسته، په هېواد کې د دوی د لویو پانګوونو ستاینه وکړه او د داسې لویو فابریکو رول یې د دندو په پیدا کولو او د هیواد په اقتصادي وده کې مهم وباله.
ښاغلي مهمند د سوداګرۍ او صنعت سکتورونو ملاتړ برخه کې د حکومت د مشرتابه مقام د ملاتړ ستاینه وکړه او برېښنا یې د صنعت سکتور یوه بنسټیزه اړتیا وبلله او ژمنه یې وکړه چې، یاد شرکت ته د کافي اندازه برېښنا برابرولو په موخه به د حکومت له اړوندو ادارو او د برېښنا ریاست سره خبرې اترې وکړي.
ښاغلي خان محمد سرفراز باز د سوداګرو او پانګوالو له لوري د هېواد په کچه د ورته سترو شرکتونو په جوړولو د ټینګار کولو ترڅنګ وویل :ستر تولیدي شرکتونه، فابریکې، کارخانې او هر ډول لویه او کوچنۍ پانګونه کولی شي نه یواځی داچې د ګرانو هېوادوالو لپاره د کار زمینه برابره کړي بلکې د هېواد په اقتصادي ودې، رغښت او ثبات کې د پام وړ اړین رول لوبوي.
نوموړي زیاته کړه، موږ په کور دننه او بهر ټولو سوداګرو او پانګوالو ته په افغانستان کې د پانګونې لپاره د لازمو آسانتیاوو رامنځته کولو ډاډ ورکوو او په بهر کې مېشت افغان پانګوالو څخه په خورا درنښت غوښتنه کوو څو خپل هېواد ته راستانه شي او بېلابیلو برخو کله: د کرنې میکانیزه کېدو، برېښنا تولید، کانونو استخراج، زدکړو او نورو برخو کې پانګونه وکړي.
 
شنبه، چنګاښ ۲۳مه، ۱۴۰۳