د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال د صادراتو ملي ورځې لمانځغونډه او د کال غوره صادرونکي ستایلو کنفرانس کې ګډون وکړ

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال، د چارو ادارې عمومي رئیس، د اتاق مدیره پلاوي مالي رئيس ښاغلي شیرین آغا سخي، د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت سرپرست، سوداګرو او صادرونکو په حضور کې د صادراتو ملي ورځې لمانځغونډه او د کال غوره صادرونکي ستایلو کنفرانس کې چې د سوداګرۍ او صنعت وزارت له لوري جوړ شوی وو، ګډون وکړ.

د اتاق لومړي مرستیال د صادراتو ملي ورځې په پار د حکومت مشرتابه، د خصوصي سکتور غړو، سوداګرو، پانګوالو او هېوادوالو ته مبارکۍ ویلو ترڅنګ، د یادې لمانځغونډې جوړولو لپاره د صنعت او سوداګرۍ وزارت څخه مننه او خوښي څرګنده کړه.
نوموړي په تېرو ۳ کلونو کې په مختلفو سکتورونو کې د پرمختګونو یادونه وکړه او د ټرانزیټ، سوداګرۍ او پانګونې جلب برخه کې يې د اړندو ادارو د لازمې همکارۍ او ملاتړ قدرداني وکړه.

دغه راز، ښاغلي مهمند د هېواد په اقتصادي ودې او رغښت کې د صادراتو رول اړین وباله او د ټولو هغو صادرونکو چې د صادراتو پراختیا او په نړیوالو بازارونو کې یې د افغاني محصولاتو د پیژندګلوۍ برخه کې زیار ویستلی ستاینه وکړه.
نوموړي د صادراتو ودې او نړیوالو بازارونو ته د افغان سوداګرو او پانګوالو لاسرسي برخه کې د خصوصي سکتور پلانونه او پروګرامونه تشریح کړل او د حکومت له مشرتابه یې وغوښتل چې د تل په څیر د خصوصي سکتور څخه ملاتړ وکړي.

ښاغلي مهمند د هېواد په مختلفو نقطو کې د معیاري سړو خونو پر جوړولو د ټینګار کولو ترڅنګ، د کرنې وزارت له سرپرست څخه وغوښتل چې په دی برخه کې د هېواد سوداګرو او پانګوالو سره لازمه همکاري وکړي.

 

پنجشنبه، چنګاښ ۲۱مه، ۱۴۰۳