د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال په هرات کې مېشت ترکي قونسل سره لیده کاته وکړل

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند د هېواد نوموتي سوداګر ښاغلي فیض محمد خوافي او د هېواد یو شمیر سوداګرو او پانګوالو په ملتیا په هرات کې مېشت د ترکيې سفیر ښاغلي سنان ایلخان سره لیدنه ترسره او د ډیپلوماټیکو او سوداګریزو اړیکو غښتلتیا او ګډو پانګونو په اړه يې بحث د نظر تبادله وکړه.
 
ښاغلي مهمند ترکیه د ګډو دیني او کلتوري ګټو او ارزښتونو په لرلو سره یو مهم او ستراتیژیک هیواد وباله او د افغانستان له خلکو سره یې د دغه هیواد د دوامداره مرستو یادونه او قدرداني وکړه.
ښاغلي مهمند د ترکیې له قونسل څخه وغوښتل چې د سوداګرۍ د پراختیا او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د توازن (صادراتو او وارداتو) د زیاتوالي په برخه کې افغان سوداګرو ته پاملرنه او همکاري وکړي.
د اتاق لومړي مرستيال د هرات او استانبول ترمنځ د مستقيمو الوتنو د بيا پيل غوښتنه وکړه او په هرات کې يې د ترکيې له قونسلګرۍ څخه وغوښتل چې په دې برخه کې همکاري وکړي.
ښاغلي مهمند د ترکیې قونسل ته بلنه ورکړه چې د سلیمان خیل خوافي خیریه بنسټ لخوا جوړ شوي هستوګنځي د پرانیستې په مراسمو کې ګډون وکړي.
ښاغلي سینان ایلخان ژمنه وکړه چې د هوايي الوتنو د شرایطو د ښه والي او د دواړو هېوادونو د سوداګرو ترمنځ د کتنو د زمینې د برابرولو په برخه کې به عملي ګامونه پورته کړي.
 
چهارشنبه، غبرګولي ۲۳مه، ۱۴۰۳