د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال په کابل کې میشت د ایران سفارت له سوداګریز چاروال سره لیدنه ترسره کړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند د اتاق ستر سلاکار ښاغلي سردار ولي پښتون په شتون کې د افغانستان لپاره د ایران سفارت سوداګریزې چاروال ښاغلي حسین روستايي سره لیدنه ترسره او د دواړو هېوادونو اقتصادي اړیکو پراختیا پر څرنګوالي يې خبرې اترې وکړې.

ښاغلي حسین روستايي د سیمې او نړۍ د سوداګرو ترمنځ د ګډو نندارتونونو او سوداګریزو غونډو د تنظیم په تړاو، چې ټاکل شوې په نږدې راتلونکې کې د ایران په اصفهان ښار کې د ایران سوداګرۍ اتاق او د ایران صنعت او سوداګرۍ وزارت له لوري جوړیږي، مفصل معلومات وړاندی، او په یاد نندارتون کې د افغان سوداګرو او پانګوالو ګډون برخه کې يې د اتاق د همکاریو غوښتنه وکړه.

ښاغلي مهمند ښاغلي روستايي ته د ښه راغلاست ویلو وروسته، د سوداګریزو غونډو او نندارتونونو جوړول د سوداګرۍ د پراختیا او دواړو هېوادونو کورنیو تولیداتو پیژندګلوۍ لپاره ښه فرصتونه وبلل او په یاد نندارتون کې د افغان سوداګرو هڅونې برخه کې يې د اتاق د هر اړخیزو همکاریو ډاډ ورکړ.

 

شنبه، غويي ۱، ۱۴۰۳