د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رئیس د مشرتابه پلاوي غړو او عامل پلاوي کارکونکو سره لیدنه ترسره کړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رئیس ښاغلي توکل احمدیار د اتاق مشرتابه پلاوي غړو او عامل پلاوي کارکونکو سره په مرکزي دفتر کې لیدنه ترسره، د ناستې ګډونوالو نظرونو او راپورونو اوریدلو وروسته يې د چارو ښه والي په ځانګړې توګه د آنلاین کاري سیستمونو پراختیا، د اتاق اړتیاوو او نورو چارو په اړه لازمې لارښوونې وکړې.

په دی ناسته کې، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي خدماتي مرستیال ښاغلي نصیر احمد عرب، د مدیره پلاوي مالي رئیس ښاغلي شیرین آغا سخي، د مدیره پلاوي نړیوالو اړیکو رئیس ښاغلي انجنیر سید جاوید برهان او د عامل پلاوي سرپرست هم حضور درلود.
د مدیره پلاوي یادو غړو د کاري پرمختګونو او د اتاق د مخلتفو برخو اړتیاوو په اړه خبرې وکړې او خپل نظرونه څرګند کړل.

دوشنبه، غويي ۲۵مه، ۱۴۰۲